فیصل: په پاکستان کې د ترهګرو پناه ګاوې شتون نه لري

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي د پينځو پاک/افغان کاري ډلو ړومبۍ غونډه د شنبې ورځ په کابل کې شورو کېږي چې پکې د پاکستاني پلاوي مشري د دې هېواد د بهرنيو چارو سېکرېره تهمينه جنجوعه کوي.

د پاکستان سرکاري ټي وي وايي نن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فیصل په خپله اونيزه خبري غوڼده کې له افغان طالبانو يا حقاني شبکې سره د پاکستان د همکارۍ تورونه رد کړل او ویې ويل چې په پاکستان کې د ترهګرو پناه ګاوې شتون نه لري.نوموړي وويل چې پاکستان به په هرقسمه باوري مالوماتو کاروايي کوي.

نوموړي وويل چې پاکستان په پاک/افغان پوله ۹۷۵ چيک پوسټونه جوړ کړي دي خو د افغانستان لخوا د دغه جوړ کړل شوو چېک پوستونو شميره بيا ۲۰۰ ده. د بهرنيو چارو دفتر وياند وويل چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جنګ کې ډېر مهم رول لوبولی. نوموړي وويل چې هېواد يې له ۷۰ زياتو هيوادونو سره استخباراتي مالومات شريکوي کوم چې د ترهګرۍ ضد جنګ کې د پاکستان د هوډ څرګندونه کوي.

نوموړي وويل بايد چې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار ډلې د پناه ګاوو نابودلو ته دې پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر زردشت شمس د جنورۍ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل په کابل او جلال اباد کې ترخونړیو بریدونو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی د اسلام اباد په یو ورځني سفر کې د پاکستان له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، د استخباراتي ادارې ای اېس ای له مشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل. د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس او د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل چې پاکستانيو چارواکو ته یې په دغه هېواد کې د طالبانو او حقاني شبکې د موجودیت په اړه داسې اسناد ورکړي چې په هېڅ وجه انکار ترې نه شي کېدای او باید په وړاندې یې اقدام وکړي.

د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی وايي، پاکستان د دغه سفر پرمهال له دوی سره ومنله چې طالبان یې په خاوره کې شته او ترهګر بریدونه پلانوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک بیا وايي، تمه ده چې د راتلونکې شنبې په ورځ هغه پاکستانی پلاوی چې کابل ته ورځي د افغان حکومت د وروستیو غوښتونو په اړه وروستي معلومات له دوی سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورئ په مياشت کې په کابل او جلال اباد کې لوی بریدونه وشول چې پکې د بهرنیو وګړو په ګډون سلګونه افغانان مړه او ژوبل شول. د ځېنو حملو ذمه واري طالبانو او د ځینو یې اسلامي دولت ډلې منلې. تر حملو وروسته امریکا پر پاکستان غږ وکړ چې سمدستي دې هغه وسله وال طالبان ونیسي او یا دې یې پرضد اقدامات وکړي چې په دې حملو کې لاس لري. اسلام اباد په بیا بیا وسله والو ته د پټنځایونو یا مرستو ورکولو تور ردوي.