د خیبر پښتونخوا امنیتي چارو کې د درېو امریکايي پروژو بشپړېدل

د امريکا سفارت د یوې خبرپاڼې له مخې د نشه يي توکیو د مخنيوي او قانون نافذولو چارو نړيوالې څانګې لخوا د نهې پر ورځ د خېبر پښتوخوا پوليسو لپاره د درې نویو بنیادي ډانچو د پروژو بشپړېدل ولمانځل.

دا پروژې چې پرې ۱.۹ اربه روپۍ لګښت راغلی، د کار بشپړېدلو مراسم يې په پېښور وزير اعلا هاوس کې ولمانځل شول.

د خېبر پښتونخوا وزيراعلا پرويزخټک او پوليسو مشر صلاح الدين خان مسود هم په دې دستوره کې ګډون وکړ.

د امريکا په مرسته سر ته رسېدلو دې پروژو کې بونېر پوليس لاين او د پوليسو يو ګډ تربيتي مرکز هم شامل دي.

له دې پروجو سره به له قبايلي سيمو پېښور ته د مجرمينو د داخلېدو په مخنيوي کې مرسته وشي. همداراز د وسله والو پروړاندې به د پوليسو موجودګي زياته شي. پر دې سربېره د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره به پوليسو ته لا نوره ښه روزنه ورکړل شي. د مثال په توګه د نوښار پوليسو روزنیز مرکز له ۲۰۱۴ م کال راهيسې څه باندې ۴۰۰۰ پوليسو افسرانو ته روزنه ورکړې.

د امريکا سفارت د نشه يي توکیو مخنيوي او قانون نافذولو چارو نړيوالې څانګې مشر ګريګوري شيفر يادې دستورې ته وويل چې دا پروجې د دوی د څانګې، خېبر پښتونخوا پوليسو او په پاکستان کې په پراخه کچه د ملکي قانون نافذولو ټولنې ترمنځ اوږدمهاله ملګرتيا څرګندوي.

نوموړي زياته کړه چې بايد د خېبر پښتونخوا پوليس پر ځان وياړ وکړي چې د دوی د هلو ځلو په نتيجه کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوې او د صوبې ولس اوس په زيات امنيت کې ژوند کوي.