د اورکزو سیاستوالان او خبریالان وايي، فعالیتونو ته نه پرېښودل کېږي

په اورکزیو ايجنسۍ کې سياستوالان، خبريالان او ځوانان وايي، چې پر دوی بندېزونه دي او په خلاص مټ خپل فعاليتونه پرمخ نه شي بیولی.

د اورکزیو پرېس کلب مشر صلاح الدين اورکزی وايي چې دوی په خپله سيمه کې د امنيت په ګډون نورو مسلو باندې ريپوټنګ نه شي کولی ځکه چې ځايي پوځي چارواکیو يې پر کار بندېز لګولی دی.

''موږ ورته وويل چې موږ له پوځ او امنيت سره تړلي خبرونه نه رپوټوو. موږ د خلکو مسايل رپوټوو. د چا به کور ړنګ وي، سړکونه به يې ړنګ وي. څوک به احتجاج کوي. چا ته به تکليف رسېدلی وي. نو موږ خو داسې خبرونه مخې ته راوړو. نو پوځي چارواکي راته وايي چې موږ دلته کې ناست يو، ترقياتي کارونه موږ کوو، د خلکو مسلې هم موږ حلوو. نو تاسو مېډيا واله ته هېڅ ضرورت نه شته.''

په پاکستان کې د رسنيو څارنې سازمان فريډم نېټورک اورکزو ايجنسۍ ته د خبريالانو په ورتګ يا له هغه ځايه په ريپوټنګ بندېز په سختو ټکو کې غندلی. د دې سازمان مشر اقبال خټک د زيارت پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې له پينځو مياشتو راهيسې د امنيتي ادارو لخوا دغه بنديز لګول شوی. نوموړی وايي دا بندېز چې د امنيتي اندېښنو له وجې لګول شوی غير اييني ګام دی.

اقبال خټک وايي په کرمه ايجنسۍ کې اوس امن پرځای شوی او کډوال هم خپلو کورونو ته ستانه شوي نو پر رسنيو د بندېز لګولو له سره جواز نه جوړېږي.

نوموړی وايي مالومات ترلاسه کول د خلکو بنيادي او اييني حق دی: ''دغه بندېز د پاکستان د ايين، قانون او بشري حقونو ضد دی. او موږ له حکومته غوښتنه کړې چې دغه سيمې ته د خبريالانو په ورتګ يا له هغه ځايه په ريپوټېنګ کولو چې کوم بندېز لګېدلی نو زر تر زره دې لیرې کړل شي. ځکه چې دا د خلکو حق دی چې مالومات ترلاسه کړي او د رسنيو هم دا کار دی چې خلکو ته مالومات ورسوي. د مالوماتو د نشتوالي له وجې به خلکو ته تکليف وي او ورته د نقصان رسېدو خطره ده.''

همداراز څرګندونې په اورکزیو ايجنسۍ کې مدني فعال حضرت حليم هم کوي. نوموړی وايي اورکزیو ته ستانه شوي کډوال دا وخت له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي خو د رسنيو نشتوالي له کبله چارواکیو او نورو غير دولتي مرستندويه ادارو ته د دوی غږ نه رسي.

نوموړی وايي امينتي چارواکیو ورته په وار وار باور ورکړی چې په دغو سيمو کې پر ریپوټینګ لګېدلی بندېز به لیرې کړي خو لاهم نه دی لیرې کړل شوی:

''د کومو بااثره خلک چې کورونه ړنګ شوي او حکومتي چارواکو سره اړيکې لري نو د هغو د کورونو سروېګانې شوي او معاوضې هم ورکړل شوي خو چې کوم غريبانان دي نو د هغو اواز به رسنيو پورته کوو.همداراز دلته چې کوم ډاکټران دي يا د سکولونو استاذان دي نو که هغو ته به د امنيتي سرتيرو لهخوا يا په چيک پوستو باندې کومې ستونزې وې نو هغه به مېډيا راپورته کولې خو له بده مرغه اوس په دغو رسنيو بنديز دی نو دا بنديز په رسنيو نه بلکې د دغو غريبانانو او جنګ ځپلو خلکو پر غږ دی.''

د اورکزو ايجنسۍ پريس کلب مشر صلاح الدين وايي موږ نه علاوه چې کوم سياستوالان دي هغوی هم نشي کولی چې خپل فعاليتونه پر مخ بوځي. د ده په خبره تر دې پورې چې په کرکټبنديز لګول شوی او سياستوالانو ته ويل شوي چې ټورنمنټونه به نه جوړوۍ او دوی ته دا هم ويل کيږي چې تاسو ولې د خپلې مشهورتيا لپاره دا هرڅه کوۍ او پر فيس بک تصويران ولې اچوۍ.خو د پاکستان تحريک انصاف اورکزیو ايجنسۍ صدر ګل محمد بيا وايي چې د چارواکیو لخوا د دوی د جلسو او ټورنمنټونو په کولو ځکه بندېز دی، هسې نه چې یوڅوک د ګڼې ګوڼې په ځای کې چاودنه وکړي.

خو د اورکزیو ايجنسۍ د پوليټیکل انتظامیې يوه چارواکي حسېن شا بيا د زيارت پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې دوی ته پر دې اړه هېڅ مالومات نه شته چې ګنې دغلته د خبريالانو، سياستوالو او ځوانانو پر فعاليتونو څه قسمه بندېز دی.

نوموړی زياتوي چې په دی لړ کې ورته نه کوم نوټس ورغلی او نه هم ورته چا شکايت کړی.

ياده دې وي چې په ۲۰۱۰ م کال کې په اورکزیو ايجنسۍ کې د مشکوکه وسلوالو پرضد د عملياتو له وجې ډېری خلک بې کوره شوي وو چې زياتره يې خپلو کورونو ته ستانه شوي.