پراګ ـ په پېښور کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ جلسه چې لسګونو زرو خلکو پکې ګډون وکړ، د یکشنبې په ماښام پای ته ورسېده.
په جلسه کې د منظور پښتین په ګډون د یاد غورځنګ ګڼو مشرانو د ویناو په ترڅ کې له حکومته د پښتنو د حقونو غوښتنه وکړه.
منظور پښتین د وینا پر مهال
جلسې ته د منظور پښتین د وینا مهمې برخې:
۱. پښتون ژغورنې غورځنګ د مې پر ۲۲مه نېټه په لاهور او بیا پر ۲۹مه په سوات کې جلسه کوي.
۲. تر روژې وروسته به خلک وزیرستان ته ځي چې هلته د ناامنیو اثرات وویني.
۳. پښتانه دې سره لاسونه یو کړي او د خپلو حقونو غوښتنه دې وکړي.
۴. پښتون ژغورنې غورځنګ به د خپلو ټولو غوښتنو تر پوره کولو، مبارزې او هلو ځلو ته دوام ورکوي.
۵. اخري احتجاجي جلسه به په اسلام اباد کې کېږي.
په جلسه کې د سیاسي ګوندونو ګډون:
په جلسه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دوو مخکښانو سېنېټر عثمان کاکړ او د بلوچستان اسمبلۍ غړي عبېد الله جان بابت ویناګانې وکړې.
جلسې ته د بلوچستان نیشنل عوامي پارټۍ مخکښان هم ورغلي ول خو د نورو سیاسي ګوندونو هېڅ لوی مشر نه وو ورغلی.
د پېښور جلسه کې د مېرمنو ګډون
په لاریون کې ښځې او ماشومان هم شامل ول.
مېرمنو او ماشومانو هم په کافي تعداد کې په دې جلسه کې عملا ګډون وکړ. دوی ټول یواځې د پېښور او شاوخوا سیمو اوسیدونکي نه وو بلکې د قبایلي سیمو او بلوچستان نه هم مېرمنې او ماشومان جلسې ته ورغلي وو. دوی لیکلي شعارونه « بینرونه » پورته کړي وو چې پرې لیکل شوي وو د پښتنو ورک کړل شوي کسان دې راپیدا کړل شي.
د پېښور جلسې ګډونوال
جلسې ته د خیبر ایجنسۍ د یوې مېرمنې وینا
د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د خیبر اېجنسۍ بسرو بي بي وینا وکړه. دې وویل، له منظور پښتینه غوښتنه کوي چې د دې د ورک خاوند د موندلو لپاره دې هلې ځلې وکړي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د یوې ښځې وینا
د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ نورې غونډې:
په داسې حال کې چې په پېښور کې د یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې د غورځنګ درنه جلسه وشوه، د نړۍ د یو شمېر نورو سیمو نه هم د دوی په ملاتړ د شویو غونډو او لاریونونو راپورونه رارسېدلي دي.
په افغانستان کې په کابل او جلال اباد کې د نوموړي غورځنګ د ملاتړ لپاره غونډې وشوې چې پکې لسګونو کسانو برخه واخېسته. دوی د منظور پښتین او د هغه د ملګرو سره خپل ملاتړ ښکاره کولو.
جلال اباد کې مېرمنو هم د نارینه وو ترڅنګ په پرلت کې ګډون وکړ.
د انجینیر اباسین بهیر په نوم یو مدني فعال په جلال اباد کې د مشال راډیو خبریال ته وویل:
انجېنر اباسين بهير د دغې خېمې د پرانستې پر مهال د هغو هدفونو یادونه وکړه چې دوی د خېمې د لګولو په پار ټاکلي وو، نوموړي وويل:
((د ختیزې سيمې ولسونه هم د دغه عظیم ولس يوه برخه ده، چې جنګونو او ناخوالو دومره ځپلې چې نور نه غواړي چې د سولې غږ يې په ستونې کې خپ کړل شي، نو د افغان وطن د نورو ولسونو سره د سولې او ښېرازۍ غږ په ګډه بدرګه کوي .))
د جلال اباد پرلت
د پرلت په دې خېمه کې يو شمېر ښځينه وو هم ګډون کړی و، مقدسې احمدزۍ په په جنګ کې له ښکېلو ډلو د سولې غوښتنه وکړه:
((موږ دومره بې وسه شوي يو چې موږ له حکومته او له دښمن نه سوله په سوال غواړو. موږ هم د امن حق لرو او موږ هم حق لرو چې په ازاده فضا کې زده کړې وکړو. نورې مو مه کونډې کوئ، نورې مو مه یتیمانې کوئ.))
د جرمني کولن ښار کې اوسیدونکي افغانان
د جرمني په کولن ښار کې لسګونو پښتنو، افغانانو له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د یووالي په موخه لاریون وکړ. په لاریون کې ښځې او ماشومان هم شامل ول.
د لاریون ګډونوالو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د ژغورنې غورځنګ مطالبې دې ومني، د ورکو کسانو د موندلو جدي اقدامات دې وکړي، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو پر ضد دې د پولیسو اېف ای ارونه ختم کړي او هغوی دې نه ځورول کېږي.
د جرمني کولن ښار کې اوسیدونکي افغانان
په دې سربېره په اسټریلیا په سویډن کې اوسیدونکیو پښتنو هم د لاریونونو او غونډو په ترڅ کې د پشتون ژغورنې غورځنګ سره خپل ملاتړ ښکاره کړ.
د پښتون تحفظ غورځنګ غوښتنې
۱. په کراچۍ کې د وزیرستاني ځوان نقیب مسود د وژونکي افسر راو انوار عدالت ته وړاندې کول.
۲. له قبایلي سیمو څخه ځمکلاندې بمونه پاکول.
۳. امنیتي پوستې کمول او پر امنیتي پوستو د خلکو ځورونې بندول.
۴. ورک کسان عدالت ته وړاندې کول، بېګناهان خوشې کول.
۵. د ماورای عدالت وژنو په اړه عدالتي کمېشن جوړول.