محسن داوړ وايي په یوه ګوند کې هم ګډون نه کوي

محسن داوړ

د غېر حتمي نتيجو له مخې د شمالي وزيرستان له ۴۸ مې حلقې په انتخاباتو کې بريالی شوی محسن داوړ وايي کومه بیانیه چې یې له وړاندې ساتلې وه هم هغه بیانیه پارلمان ته وړي.

دا خبره نوموړي د اګست پر دریمه د مشال راډیو په ځوانانو غږ خپرونه کې کړې ده.

محسن داوړ وايي ، هر ګوند چې پر دې بیانیه له دوي سره اتفاق کوي د هم هغه ګوند ملاتړ به کوي خو په هیڅ یوه ګوند کې به ګډون نه کوي.

نوموړي د خپرونې د کوربه اسرار عالم مومند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوي به تل د پښتون ژغورنې غورځنک برخه وي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د محسن داوړ مرکه دلته واورئ