ساده او له مادیاتو لرې ژوند غوره کړئ: پاپ فرانسس

د کېتولک عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس د پرمختللو هېوادونو له خلکو غوښتي چې ساده او له مادیاتو لرې ژوند غوره کړي.

پاپ فرانسس د ډېسېمبر پر ۲۴مه په واټیکان کې د عیسیویانو د مذهبي جشن کرسمس په مناسبت په وینا کې د شتمنو او بیوزلو ترمنځ زیاتیدونکی واټن هم وغانده.

هغه وویل، راځئ له ځانه وپوښتو چې ایا د ژوند لپاره دومره دنیاوي شیانو او پېچلو نسخو ته اړتیا لرو؟

ټاکل شوې چې پاپ به د ډېسېمبر پر ۲۵مه د سېنټ پیټرز کلیسا مخې ته د کرسمس جشن په مناسبت خپله ضروري وینا وکړي.

پاپ فرانسس بیوزلو خلکو ته پاملرنه د خپل مذهبي ذمه وارۍ په یو مهم مقصد اړولې ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه