پراګ ـ د مې پر ۱۲ د نوي ډیلي په شمول د شمالي هند د نورو برخو اوسېدونکو د هغه هېواد د عامو انتخاباتو په شپږم پړاو کې رایې واچولې.
اپوزيشن ګوندونه سره يو شوي چې د هند د وزيراعظمۍ پر څوکۍ د نريندرا مودي د دوهم ځلي کېناستو مخه ونيسي.
د هند دا عام انتخابات چې په ۳۹ ورځو کې به سر ته رسي، تر ۱۰۰ ميليونه زيات هندي وګړي جوګه دي چې په شپږم پړاو کې يې رایې واچوي.
د ټولټاکنو بهیر
دا ټاکنې به د روانې مې مياشتې پر ۱۹ پای ته ورسېږي او پر ۲۳ به د رايو شمېرنه وشي.
په نوي ډیلي کې ځينو رای اچوونکیو رويټرز اژانس ته ويلي، دوی به مودي ته د امنيت لپاره د هغه د سختې پالېسۍ له وجې رایې ورکړي.
ځينو شنونکو بيا ويلي چې د هند په روانو انتخاباتو کې به دا ځل سيمه ييز واړه ګوندونه مهم رول ولوبوی.
د هند د دوو لويو ګوندونو، بهارتيا جنتا پارټۍ (بي جی پي) او کانګرس مشرانو د انتخاباتي کمپاين پر مهال پر يوه بل پسې خولې پرانېستي او د درغلیو تورونه يې لګولي دي.
په ډیلي پوهنتون کې د سياسياتو استاد پوهاند اشوک اچاریا رويټرز اژانس ته ويلي، روان انتخاباتي کمپاين، پر ځای د دې چې د خلکو د مهمو ستونزو او د هغو د حل خبره پکې شوې وای، يوازې د ځينو سياسي شخصيتونو مدحې پکې ويل کېږي.
د کانګرس مشر راهول ګاندي هم د اتوار پر ورځ په نوي ډیلي کې خپله رایه وکاروله. نوموړی د هند په شمال او هم جنوب کې پر دوو حلقو انتخاباتو ته ولاړ دی.
ګاندي خبريالانو ته وويل، وزيراعظم مودي د کرکې او دوی د مينې پيغام ورکړی دی او ښکاري داسې چې مينه به وګټي.
دا هم وګورئ: د هند وګړي وايي هېواد پر سم لوري روان دی: سروېپر هندي ټاکنو نظر لرونکو ايسوشيټډ پريس اژانس ته ويلي، بي جی پي لا هم په انتخاباتو کې مخکې ده، خو ښايي په پارلېمان کې يې د چوکيو شمېر کم شي.
وزيراعظم مودي د انتخاباتي کمپاين په خپلو ويناوو کې هندو ملتپالنې ته زياته هوا ورکړې. نوموړی پر خپل حريف جماعت کانګرس نيوکې کوي چې د پاکستان په اړه نرم دريځ لري.
د کانګرس مشر راهول ګاندي بیا د مودي حکومت لخوا د ۳۶ فرانسوي جنګي الوتکو اخيستل غندلي.
ګاندي مودي ته پر همدې موضوع د يوې ولسي مباحثې چيلنج هم ورکړی، چې په اړه يې مودي تر اوسه څه نه دي ويلي.