د کرکټ د نړیوال کپ په سياليو کې د جون پر ۲۹مه د پاکستان او افغانستان ترمنځ کېدونکې لوبه د پاکستان لپاره ډېره مهمه بلل کېږي.
د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د افغان لوبډلې پخوانی روزونکی کبير خان وايي که چېرې پاکستان دا لوبه وبایلي نو بیا په ټورنامنټ کې وړاندې نشي تلای.
نوموړي مشال راډيو ته وويل که څه هم پاکستانۍ لوبډله دا وخت ښه لوبه کوي خو د افغان لوبډلې خلاف لوبه کې پر پاکستانۍ لوبډله زیاتره وخت فشار زيات وي.
ده وویل ، “پر پاکستانۍ لوبډله د خپل ولس لخوا فشار دی چې د افغان لوبډلې خلاف لوبه وګټي. بله دا چې دوستانه مېچ هم افغان لوبډلې له پاکستانه ګټلی وو او دريمه دا چې په ټورنامنټ کې د پاتې کېدو لپاره هم پاکستان ته د دې لوبې ګټل ضروري دي.”
د ۲۰۱۹ م نړيوال کرکټ کپ په لسو لوبډلو کې تر دې دمه اسټراليا يوازينۍ لوبډله ده چې سيمې فاينل ته په وتو کې بريالۍ شوې ده.
د هند ، نيوزي لېنډ ، پاکستان او بنګلديش لوبډلې په سيمي فاينل کې د خپل ځای جوړولو لپاره هڅې کوي.
دا مهال اسټراليا ۱۲، هند ۱۱ او نيوزي لېنډ هم ۱۱ پواينټونو لري خو د رنزونو اوسط يي له هنده کم دی نو ځکه پر دريم نمبر دی.
پر څلورم نمبر د انګلستان لوبډله ده چې دا وخت اته پواینټونه لري.
د پاکستان او بنګلاديشاوه، اوهپواينټونه دي خو د رنزونو د ښه اوسط يا رن رېټ له وجې بنګلاديش په پينځم او پاکستان په شپږم نمبر دی او د سري لنکا لوبډله د شپږو پواينټونو سره په اووم نمبر ده.
پاکستانۍ لوبډله به د افغانستان او بنګله دېش خلاف خپلې پاتې دواړه لوبې ګټي او بیا هم سيمې فاېنل ته د پاکستان وتل د انګلستان ، بنګلاديش او سري لنکا لوبډلو په ګټه او بېلات وي.
که انګلستان لوبډله د هند او نيوزي لېنډ خلاف خپلې پاتې دوې لوبې ګټي نو له ۱۲ پواينټونو سره به سيمې فاينل ته بريالۍ شي خو که چېرې يوه لوبه وبایلي نو بیا به یې د هند ، نيوزي لېنډ ، پاکستان ، بنګلاديش او سري لنکا پر لوبو انحصار وي.
نيوزي لېنډ چې دا وخت ۱۱ پواينټونه لري سيمې فاينل ته د تلو لپاره ورته يوازې د یوې بریا ضرورت دی خو که دا لوبډله د اسټراليا او انګلستان خلاف په دواړو لوبو کې له ماتې سره مخ کېږي نو بيا به دوي هم د انګلستان ، هند ، پاکستان ، سري لنکا او بنګلاديش پر ګټه او ماتې انحصار کوي.
بنګلاديشۍ لوبډله که سيمې فاينل ته تلل غواړي نو د پاکستان او هندوستان خلاف به خپل دواړه مېچونه ګټي.
همدارازسيمې فاينل ته د سري لنکا تلو چانس هم کم شوی ځکه چې دې لوبډلې ته خپل پاتې ټول درې مېچونه ګټل وو خوپرون يې له جنوبي افرېقا ماتې وخوړه.
همداراز که ويسټ انډيز خپل پاتې دواړه مېچونه هم وګټي نو پواينټونه به يې اووه شي نو سيمې فاينل ته نشي تللای.
جنوبي افرېقا تر دې دمه دوه مېچونه ګټلي او افغانستان يوه لوبه هم نه ده ګټلې نو دواړه لوبډلې سيمې فاينل ته نشي وتلای.
د مې پر ۳۰ مه پېل شوي دې نړیوال کپ د پای لوبه به د جولايي پر ۱۴ مه کيږي.