د بلوچستان په مرکز کوټه او نورو سیمو کې د ځوانو ډاکټرانو کاربندېز روان دی. دوی له تېرو دوو ورځو راهېسې او پي ډیز هم بندې کړي دي چې له وجې یې خلک د سختو ستونزو سره مخ دي.
د ډاکټرانو د اتحادیې ویاند ډاکټر رحیم خان د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، حکومت د دوی د تحفظ له پاره هېڅ ډول ګامونه نه پورته کوي چې له وجې یې دوی پر هړتال کولو مجبوره شوي دي.
نوموړي دړکه وکړه چې که حکومت د دوی غوښتنې و نه منلې نو دوی به په ایمرجنسي وارډونو کې هم کار بند کړي.
د کوټې په ګډون د بلوچستان په یو شمېر هسپتالونو کې ځوانو ډاکټرانو کاربندیز د اګست له لسمې پیل کړی دی.
خو بل پلو د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني مشال ته وویل چې د ډاکټرانو هړتال غیر قانوني دی او حکومت ورسره هر وخت خبرو ته چمتو دی.