په قبایلي سیمو کې تندلاریتوب ښځې ذهني ناروغه کړې

د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي د ۲۰۱۸ م کال په مې مياشت کې د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا تر ورګډېدو وروسته دغلته کې د ښځو د حقونو په برخه، سياسي، کلتوري او ټولنيزو هلوځلو کې پرمختګ شوی دی.

د خیبر ناهيد اپرېدۍ او ملاسه بي بي په صوبايې انتخاباتو کې برخه واخسته. همداراز د تکړه قبايلي خویندو په نوم يو سازمان جوړ شوی چې د مېرمنو په مسلو بحثونه کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

'په تېرو ټاکنو کې د فاټا مېرمنو ته خنډونه ول'


خو کمېشن وايي لا هم پر قبايلي مېرمنو په ازاده ګرځېدو بنديزونه برقرار دي او د نفسياتو د يوه ماهر له مخې په قبايلي سيمو کې روانې جګړې او اورپکيتوب يوشمېر مېرمنې له ذهني ناروغيو سره مخامخ کړې دي. راپور وايي په مبينه توګه د ځانوژنې شرح هم په ښځو کې زياته ده.

همداراز څرګندونې د قبايلي خور په نامه د سازمان مشرې نوشين جمال هم د زيارت پر ورځ مشال رېډيو ته وکړې: ''په قبايلي سيمو کې عملياتو او بيا د کډوالۍ ژوند د مېرمنو ژوند سخت اغېزمن کړی. اوس مهال په قبايلي سيمو کې د وېرې ژوند دی. هره ورځ دا خبرې کيږي چې بيا پوځي عمليات شورو کېږي. هلته کې وسله والو بيا څوک تښتولي دي. نو هره وخت دا قسمه افواګانې او پريشانۍ خبرونه په ښخو اثرات لري چې له وجې يې بيا ځينې خودکشيانې کوي.''

دا هم وګورئ: د فاټا مېرمنې ډېرې تکړه دي: سکینه

د واکمن تحریک انصاف ګوند یو مشر او د قبایلي او سرحدي چارو پارلیماني سیکرټري اقبال اپرېدی وايي چې جنګونو د مېرمنو په ژوند اثرات کړي خو نوموړی ادعا کوي چې د هېواد د نورو برخو په څېر په قبايلي سيمو کې د مېرمنو ژوند ډېر ښه دی او دا خبره ناسمه ده چې په قبايلي مېرمنو کې د ځانوژنې شرح زياته ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي په قبايلي سيمو کې په پوځي پوستو په مبينه توګه مېرمنې ځورول کيږي خو اقبال اپريدی د ستمبر په ۱۸ مه مشال رېډيو ته وويل چې په دې کې صداقت نشته. البته نوموړی وايي ځينې سړي د ښځو په جامه يا برقعه کې چاوديدونکي توکي يا وسله وړي چې له وجې يې بيا په پوستو ښځينه امنيتي اهلکارې ځينې وخت د ښځو تلاشۍ اخلي. ''زموږ سړي چې په برقعو کې ځان سره بارود يا قاچاقي مواد وړو نو مسله به ضرور جوړيږي. امنيتي سرتېري هم مور خور لري خو چې سړي د ښځو په برقعو کې بارود وړي يا سمګلینګ کوي او ګېر شي نو بيا خو د ادارو زمه واري جوړېږي چې په خپله ښځينه اهلکاره د ښځو او ګاډو تلاشي واخلي.''

دا هم وګورئ: د مېرمنو نړیواله ورځ او پښتنې مېرمنې

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د سپټمبر په ۱۷ مه خپل خپور کړي د حقيقت موندنې په راپور کې دا هم ويلي دي چې په قبايلي سيمو کې د زور ودونو او د خپلوانو لادرکه کېدو د غم له وجې هم ځينې مېرمنې خودکشيانې کوي.