د دې کمېټې غړي وايي د هوا ککړتيا چې له وجې يې ماحولياتي بدلون رامنځته کيږي او حکومت يې د مخنيوي لپاره ګامونه نه دې پورته کړي. په دغه کمېټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي، سېنېټر عثمان خان کاکړ د دیسمبر په ۳۱مه مشال رېډيو ته وويل چې په پاکستان کې د هوا ککړتيا ۴۳٪ د هغو خرابو تېلو له وجې ده چې د ګاډو او نورو مشينونو چلولو لپاره کارول کيږي.
نوموړی وايي د ګل پر ورځ د کمېټې په غونډه کې دوی د حکومتي چارواکو سره په ناسته کې پر هغوی ټينګار وکړ چې د زړو ګاډو او ناقصه تېلو د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي: ((حکومت په دې کار کې جدي نه دی. د خرابې هوا له کبله په زرګونه کسان مري. کارخانې، زاړه ګاډي او ناقصه پيټرول د هوا د ککړتيا سبب جوړيږي.))
په پاکستان کې د هوا ککړتيا لويه وجه په ګاډو او کارخانو کې د مشينونو چلولو لپاره د خرابو تېلو کارول ښودل شوي دي.
د سېنټ د بشري حقونو کمېټې تر هغې وروسته چارواکو ورغوښتي وو چې په دې وروستيوو کې د پاکستان په ځينو ښارونو کې د هوا ککړتيا زياته شوې ده. ډېرو خلکو پر ټولنيزو مطبوعاتو په لاهور کې د تېرو کلونو په نسبت د هوا ککړتيا څخه شکایت کړی دی.
د پاکستان د وفاقي حکومت اتحادي ګوند متحده قامي مومنټ پاکستان د سېنټ د بشري حقونو کمېټې غړی بېرسټر محمد سېف وايي د ګل ورځې په غونډه کې د ماحولياتي بدلون وزارت او د پيټروليم، تيلو او ګيس ادارو چارواکي موجود وو. هغه زياته کړه چې دوی به په راتلونکې کې د ماحولياتي بدلون د مخنيوي لپاره قانون سازي کوي او اقدامات به کوي خو نوموړي د قانون سازۍ يا اقداماتو پورته کولو کوم خاصه نېټه ياده نکړه.
بېرسټر سېف د دیسمبر په ۳۱مه مشال رېډيو سره په خبروه کې وويل: ((يو وړانديز دا وشو چې د زړو ګاډو او خرابو تيلو د مخنيوي لپاره زر تر زره ګامونه واخستل شي. په پاکستان کې چې ګاډي کوم پيټرول استعمالوي، هغه د نړيوال معيار نه دي. په دې اړه موږ خبرې شروع کړې دي او کله چې وړانديزونه بشپړ شي نو بيا به پرې حکومت پاليسي او قوانين جوړوي.))
په پېښور کې د هوا ککړتيا حالت
د پاکستان په ګاونډ افغانستان کې د صحت وزارت ويلي چې تېره هفته د هوا ککړتيا ۱۷ کسان وژلي دي. له همدې کبله په کابل کې د کورنيوو چارو وزارت وياندې، مروه امیني د دیسمبر په دېرشمه مشال راډيو ته ويلي وو چې اته ويشت هغه سوداګريزې ودانۍ او وړې کارخانې يې تړلي چې غېرمعياري توکي يې کارول او هوا يې خرابوله. همدارنګه تېره اونۍ د هند په سرښار دهلي کې د هوا ککړتيا له وجې ګڼ پروازونه وځنډيدل.
د پېښور پوهنتون د ماحولياتو د څانګې استاد ډاکټر حزب الله خان پرون مشال رېډيو ته وويل چې ماحولياتي بدلون د نړۍ په کچه يوه لويه مسله ده. د هغه په وېنا ګلوبل وارمنګ يا د هوا تودوخې له کبله بارانونه پر خپل وخت نه کېږي او واورې بې وخته ويلي کيږي چې د سيلاونو د راتګ سبب جوړيږي. هغه زياتوي: (( په انسانانو کې د پوستکي ناروغۍ، کېنسر يا سرطان، سابندي، ډېنګي او داسې ډېری نورې ناروغۍ ل همدې کبله پېدا کېږي.))
د پاکستان د ماحولياتي بدلون وزارت پر خپل ويب سايټ ليکلي چې دوی د هوا تودوخه او د هوا ککړتيا جدي مسله ګڼي نو ځکه يې د يو لړ اقداماتو په ترسره کولو لاس پورې کړی دی. په دې کې په ځينو ځايونو کې د پلاستيکي کڅوړو پر استعمال بندېز شامل دی.