پېښور کې پر نرښځیو د برید پر ضد مظاهره شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې نرښځیو او فعالانو پر خپلو ملګرو د برید پر ضد مظاهره کړې. دوی د سېپېټمبر پر ۱۴مه تر هغې وروسته د خبریالانو مرکز مخې ته ورغونډ شوي ول چې د همدې میاشت پر نهمه نېټه وسله والو په ښار کې پر دوو نرښځیو برید وکړ چې پکې ګلپاڼه ووژل شوه او د هغې بله ملګرې چاهت ژوبله شوه. پولیس وايي، په برید کې یې د ککړتیا په تور یو مشکوک کس نیولی. د احتجاج په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.