د لشکر جنګوي مهم قوماندان عبدالکریم کرد ووژل شو: ضیا لانګو

دا نښته په مستونګ کې شوې ده.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د حکومتي سرتېرو او وسله والو ترمنځ په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه عسکر ټپیان دي.

ضیا لانګو د اکتوبر د ۲۳مې په ماسخوتن په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وویل، کوټې ته ورڅېرمه په مستونګ سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو او د لشکر جنګوي وسله والې ډلې ترمنځ دغه جګړه شوې ده.

لانګو وايي، په دې پېښه کې د لشکر جنګوي ډلې یو مهم قوماندان عبدالکریم کرد او د هغه درې نور ملګري وژل شوي دي.نوموړي وویل، ژوبل سرتیري د درملنې لپاره د کوټې یو روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا هم وګورئ: کوټه: د هدفي وژنو پرضد د هزاره ګانو پرلت دوام لري

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر د عبدالکریم کرد په اړه وویل چې نوموړی په بلوچستان کې ۱۱ ځانمرګو بریدونو تر شا د لاس لرلو په تور تورن و او حکومت یې د سربیه دوه میلیونه روپۍ ټاکلې وه. لانګو دا هم وویل چې دغه قوماندان له افغانستانه ۳۰ ځانمرګي برید کوونکي پاکستان ته اړولي وو.

د بلوچستان د کورنیو چارو د وزیر د دغې ادعا په اړه که څه هم د افغان حکومت تازه دریځ مخې ته نه دی راغلی خو کابل په وار وار پاکستان تورن کړی چې له خاورې یې ترهګر د بریدونو لپاره افغانستان ته اوړي.

په خبري غونډه کې د ترهګرۍ ضد د پولیسو مشر ډي ايي جي اعزاز ګورایا وویل، لشکر جنګوي ډله د بلوچستان د بدامنیو د بېلابېلو پېښو تر شا لاس لري. هغه د ځینو بریدونو یادونه وکړه چې پکې د پولیسو د مشر ناصرخان پر کور برید، په بي اېم سي روغتون برید، په سردار بهادر خان پوهنتون برید او د هزاره ګانو په عیدګاه شوي بریدونه پکې شامل دي.

د لشکر جنګوي یا کومې بلې وسله والې ډلې لخوا د اکتوبر پر ۲۳مه په مستونګ کې د شوې جګړې په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویل شوي.

دا هم وګورئ: تر رښتوني جمهوریته به مو مبارزه دوام لري: پي ډي اېم

دا جګړه په داسې مهال شوې ده چې د اکتوبر په ۲۵مه د پاکستان اپوزیشن ګوندونه چې د پاکستان جمهوري ځواک تر چتر لاندې یو شوي، په کوټه کې خپله لویه جلسه کوي. اپوزیشن تر دې وړاندې په ګوجرانواله او کراچۍ کې هم ورته جلسې کړې دي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شهواني د اکتوبر پر ۲۳مه په یوه خبري غونډه کې وویل، اپوزیشن له پکار دي چې خپله جلسه وځنډوي ځکه چې د هغه په وینا په کوټه کې د ترهګرۍ د پېښو وېره لیدل کېږي.

خو داسې نه ښکاري چې د اپوزیشن ګوندونه به دا وړاندیز ومني ځکه چې د بېلابېلو ګوندونو مشران کوټې ته یا رسېدلي او یا هم پر لاره دي. د اپوزیشن جلسه په ایوب سټېډیم کې ترسره کېږي.