په شمالي وزیرستان کې د تښتول شویو کسانو کورنۍ له حکومته غوښتي چې د هغوی د خوشې کولو هڅې دې وکړي.
د فبرورۍ پر ۲۱مه وسله والو له شوې څخه شپږ کسان وتښتول چې په هغوی کې یې درې د یوې کورنۍ غړي ول.
د میرلي د خدي کلي اوسېدونکي کمال شاه تېر ماښام مشال راډیو ته وویل چې شهنشاه داوړ یې ورور او همایون داوړ او وکیل عتیق الله داوړ یې د تره زامن دي چې تر اوسه یې هېڅ پته و نه لګېده.
نوموړی وايي، تر اوسه ورته د سرکار لخوا هېڅ مثبته خبره نه ده شوې، تش نن او سبا راته کوي. خو لاهم مو هم د خپلوانو هېڅ پته نه لګېږي. د روژې میاشت ده، ښځې او ماشومان مو په تکلیف کې دي.
په نورو اغوا شویو کې یې یو په میرامشا کې د روغتیا ادارې کارکوونکی، یو یې د اېبټ اباد او بل یې د میاوالۍ دی.
دا هم وګورئ:
شمالي وزيرستان: د تښتول شويو کسانو د خوشي کولو لپاره احتجاج شویشمالي وزیرستان: له لسو برمته کسانو څلور پرېښودل شوي خیبر کې بیا ناامنیو او هدفي بریدونو ولس اندېښمن کړید شمالي وزیرستان انتظامي مشر شاهد علي خان مشال راډیو ته وویل چې پولیس او چارواکي خپلو هڅو ته دوام ورکوي. ده زیاته کړه چې امنیتي سرتېري هم وخت په وخت د لټون عملیات کوي چې ورک کسان پیدا کړي. د شپږو کسانو د تښتونې ذمه واري چا نه ده منلې.
بشپړ راپور دلته واورئ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
سرکار مو دې شمالي وزیرستان کې شپږ برمته کسان راخوشې کړي: کورنۍ