د پنجاب پولیس وايي، په لاهور کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي.
د لاهور پولیسو مشر غلام محمد ډوګر خبریالانو ته وویل چې چاودنه د جون پر ۲۳مه ماسپښین مهال په جوهر ټاون سیمه کې شوې.
د پنجاب پولیسو مشر انعام غني رسنیو ته ویلي پېښه د جماعت الدعوه ډلې د مشر حافظ محمد سعید له کور سره نېږدې شوې او دا چې د نوعیت په اړه یې پلټنې کوي.
حافظ محمد سعید د ترهګرۍ تمویل په تور بندي دی. د ترهګرۍ مخنیوي یوه عدالت په ۲۰۲۰ز کال کې نوموړي ته د ۱۱ کلونو د بند سزا اورولې وه.
په پاکستان کې جماعت الدعوه ډله تر بندیز لاندې ده.
دا هم وګورئ:
د لاهور یو ځانګړې ډله د کوټې د چاودنې پلټنې کويخواجه اصف: "ردالفساد" عملیات به تر ډېره په ښاري سیمو کې وي''د حافظ سعید ضمانت کېږي خو د وزیر او داوړ مقدمه ځنډوي''امریکا د حافظ سعید په سزا کولو پاکستان وستایلیپه لاهور کې د شخصي جیو ټېلېوېژن خبریال طاهر جمیل مشال راډیو ته وویل چې لومړی دا فکر کېده چې ښايي دا د ګیس سیلېنډر چاودنه وي، خو وروسته پولیسو تایید کړه چې دا یو "ترهګر برید وو."
د ده په خبره، چاودنه د حافظ سعید د کور په کوڅه کې له پولیس پوستې سره نېږدې شوې.
د صوبې د پولیسو مشر انعام غني زیاته کړه چې داسې ښکاري چې د برید هدف پولیس سرتېري ول.
د برید ذمه واري چا نه ده منلې.