نوې کرنیزه طریقه: مسرت بي بي سبزیانې کري او پیسې ګټي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کلیوالي پرمختګ بنسټ یا اېف ار ډي هغه غیر حکومتي اداره ده، چې په خیبر پښتونخوا کې د ښځو لپاره نوې کرنیزه طریقه معرفي کوي. دغه طریقه "د تونل کرنه" یا "شنه خونې" نومیږي. له دې لارې ښځې کولی شي په خپل کور کې سبزیجات وکري او عاید ترلاسه کړي. مسرت بي بي هم له هغو ۲۵۰ ښځو څخه ده، چې په کور دننه سبزیجات کري. هغه وایي چې د خاوند بې‌کاري دې ته اړ کړه، چې د کور بار پورته کړي. ویډیو رپورټ