په بلوچستان کې وسله والو له کوټې څخه پېښور ته پر روان جعفر ايکسپریس نومي اورګاډي برید کې د ۶ امنيتي سرتيرو وژلو او ۱۰۰ يرغمالولو دعوه کړې ده.
د بلوچستان د وزيراعلی وياند، شاهد رند د مارچ پر ۱۱مه مشال راډيو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې پر اورګاډي تر برید وروسته، سیمې ته امنيتي ځواکونه او مرستندويه ګاډي روان شوي دي.
شاهد رند زیاته کړې چې د سیبۍ په روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.
دا هم وګورئ:
له کوټې ښار څخه د اورګاډو تګ يو ځل بيا پيل شویکوټه کې د اورګادي په تمځای کې چاودنې ۲۴ کسان وژلي، ۵۳ يې ژوبل کړي ديبلوچستان کې د اورګاډو ادارې وياند محمد کاشف مشال راډيو ته وويل چې دغه اورګاډی، چې نهه ډبې لري، له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ مساپر پکې سپاره ول.
هغه زياته کړه چې وسلوالو اورګاډی په يو ټونل کې درولی او محاصره کړی دی.
په اورګاډي کې يو مساپر د ټېلېفون له لارې مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د وسلوالو بلوڅانو خلاف ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي دي او په مقابل کې بلوڅ وسلوال هم د وسلو او راکټونو استعمال کوي.
له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ لیبریشن ارمي په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا برید دوی کړی دی.
یادې ډلې ویلي چې دوی د بولان په ډهاډر سیمه کې د اورګاډي د پټلۍ تر الوځولو وروسته، په جعفر ايکسپريس کې ناست د امنيتي ادارو تر ۱۰۰ زیات کسان یرغمل کړي او ولسي وګړي یې خوشې کړي دي.
دې ډلې زیاته کړې چې ۶ امنيتي سرتېري يې وژلي او که حکومت کوم عمليات وکړي، ټول یرغملیان به ووژني.
دا هم وګورئ:
بلوچستان کې د اورګاډي پر پټلۍ چاودنه کې یوشمېر کسان ژوبل شوي ديبلوچستان: د اورګاډي پر پټلۍ چاودنه، اووه مړه او ژوبلخو د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند او نه هم کوم بل حکومتي او امنیتي چارواکي د بلوڅ وسله والو د ادعا په اړه څه ویلي دي.
بلوچ لیبرېشن ارمي نومي وسله والې ډلې تر دې مخکې هم پر مسافر وړونکو ګاډو او اورګاډو بریدونه کړي او له هغوی یې دندو ته روان پوځيان ښکته کړي او وژلي او يا هم یرغمل کړي دي.
د ۲۰۲۴م کال د نومبر پر نهمه هم په کوټه کې د اورګاډي په تمځای کې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۵۳ ژوبل شوي دي.