مستونګ کې بمي چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي، ۱۶ ژوبل دي

د بلوچستان په مرکز کوټه کې يو پوليس د وسلوال بريد هدف ګرځول شوي ټرک سره ولاړ دی ـ انځور له ارشيفه

چارواکي وايي، د بلوچستان په مستونګ ضلع کې په بمي چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او لږترلږه ۱۶ ژوبل شوي دي.

د بلوچستان حکومتي وياند شاهد رند په يو بيان کې ويلي دي چې د اپرېل پر ۱۵مه سهار د مستونګ له کنډ مسوري سيمې سره نېږدې پر دشت سړک د بلوچستان کانسټېبلري پوليسو پر بس د ماين چاودنه وشوه چې په نتيجه کې يې درې پوليس ووژل شول او ۱۶ ژوبل شول.

نوموړي زياته کړه چې دغه پوليس سرتېري د دندې لپاره په بس کې روان ول چې ښخ شوی بم ورباندې وچاودېد.

د بمي بريد ذمه واري لا چا نه ده منلې خو د مستونګ پوليس چارواکي وايي چې پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان کې یوشمېر وسلوال بریدونه او چاودنې شوې دي چې پکې امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

دا هم وګورئ:

په کوټه کې په وسلوال برید کې ۳ پولیس وژل شوي ديمستونګ کې د بلوچستان نيشنل ګوند له احتجاجي لاريون سره نېږدې ځانمرګی بريد شویپه بلوچستان کې په حملو او نورو پېښو کې د پولیسو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي ديپه نوشکي او قلات کې وسلوالو ۴ پولیس او ۴ مزدوران وژلي دي

د اپرېل پر نهمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې په وسلوال برید کې درې پولیس وژل شوي او یو ژوبل شوی وو.

د مارچ پر ۲۹مه په مستونګ کې د بلوچستان نیشنل ګوند په مشرۍ د بلوڅ فعالانو د ګرفتاریو پر ضد د لاریون پر مهال ځانمرګی برید وشو چې پکې دوه تنه ژوبل شول.

د مارچ پر ۲۷مه په کوټه کې د پولیسو له ګاډي سره نېږدې په چاودنه کې درې تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۱ ژوبل شول.

تر دې مخکې د مارچ پر ۲۵مه او ۲۶مه په ګوادر، مستونګ او کېچ کې په بېلا بېلو برخو کې په حملو او د تاوتریخوالي په پېښو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) او لېویز ځواک د دوو سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل شول.

داراز، د مارچ پر ۲۲مه وسلوالو په بلوڅ مېشتو نوشکي او قلات کې په دوو حملو کې څلور پولیس او څلور مزدوران ووژل.

د هغو حملو مسوولیت هم چا نه وو منلی.

تر هغې وړاندې د یوې اونۍ په موده کې د کوټې، بولان او نوشکي په ګډون د صوبې په ډېریو برخو کې وسلوالو بریدونو ګڼو سرتېرو ته مرګژوبله واړوله.

په بولان کې د جعفر اېکسپرېس په نوم پېښور ته پر لاره پر مساپر لېږدوونکي اورګاډي د برید او د سرتېرو او استخباراتي کارکوونکو په ګډون د خلکو د یرغمل کولو او په نوشکي کې د امنیتي سرتېرو پر قافلې د وروستۍ حملۍ ذمه واري بېلتونپالې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) ډلې منلې وه.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت په بیا بیا ټینګار کوي د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

داراز، د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.