د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان په کازان کې د برېکس ټولنې غونډې تالار ته پر لاره دی - انځور له ارشیفه.

د متحده عربي اماراتو د وزیراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د اپرېل پر ۲۰مه د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۰مه په بیان کې ويلي دي چې ټاکل شوې نوموړی له خپل پاکستاني سیال محمد اسحاق ډار سره وګوري او ورسره د سوداګرۍ او پانګونې، د توانایۍ (انرژۍ) په برخه کې پر همکارۍ، سیمه ییز امنیت او د ولسونو ترمینځ پر رابطو خبرې وکړي.

بیان وايي، آل نهیان به د پاکستان له وزیراعظم محمد شهباز شریف سره هم ګوري.

متحده عربي امارات له اسلام اباد سره نېږدې اقتصادي او سیاسي تعلقات پالي او په تېرو کلونو کې یې د مالي او اقتصادي بحران پر مهال پاکستان ته پور هم ورکړی دی.

له دې پرته د اماراتو امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د ۲۰۲۴ز کال په مې کې په ابوظبۍ له وزیراعظم شهباز شریف سره د لیدو پر مهال په پاکستان کې د ۱۰ اربه امریکايي ډالرو پانګونې ژمنه کړې وه.