اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د روسیې د توغندیو د تازه حملو تر راپورونو وروسته ویلي دي چې کییف هم د مسکو اقداماتو ته په کتو "متقابل" غبرګون ښيي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، ښايي مسکو او کییف روانه اونۍ موافقې ته ورسي.
زېلېنسکي د اپرېل پر ۲۰مه شپې ناوخته پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي چې مسکو یې د "یو میاشتني بشپړ اوربند" او پر ملکي بېخبنا (انفراسټرکچر) د توغندیو او ډرونونو په ګډون د هوايي بمبارۍ وړاندیز او غوښتنه له پامه غورځولې ده.
ده لیکلي: "د اوکراین اقدامات به متقابل وي: موږ به چوپتیا ته په خاموشۍ غبرګون ښيیو او د روسیې هر ډول حملو ته به ځواب ورکوو."
زېلېنسکي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسیحیانو د اختر (ایسټر) په درناوي د اپرېل له ۱۹مې څخه د ۲۰مې نېټې تر نیمې شپې پورې یو ورځنی اوربند اعلان کړ.
نوموړي ټینګار یې وکړ چې کییف غواړي تر ۳۰ ورځو پورې اوربند وغځوي.
خو اوکراین د اپرېل پر ۲۰مه دعوه وکړه چې روسیو ځواکونو د "اوربند ۳،۰۰۰ سرغړونې" کړې دي.
د کرېملېن ویاند دېمېتري پېسکوف دولتي خبري اژانس تاس ته ویلي دي چې پوتین تر نیمې شپې وروسته د اوربند غځولو هېڅ امر نه دی ورکړی. اوکرایني چارواکي وايي، روسیې هسې هم د اوربند پابندي نه وه کړې.
په عین وخت کې امریکايي ولسمشر ټرمپ د اپرېل پر ۲۰مه ناوخته وویل، "هیله من" دی چې "اوکراین او روسیه به روانه اونۍ هوکړه وکړي."
نوموړي له نورو جزییاتو ورکولو پرته، پر خپله ټولنیزه شبکه 'ټروت سوشل' ولیکل چې دواړه هېوادونه به "بیا له امریکا سره لوی کاروبار، چې ډېر ښه روان دی، وکړي او شتمن به شي."
تر دې مخکې امریکا ویلي ول چې که په څو ورځو کې د روسيې او اوکراين ترمينځ د سولې تړون عملي کېدو نخښې ښکاره نه شي نو ولسمشر ډانلډ ټرمپ به د موافقې کولو له هڅو لاس واخلي.
اوکراین او روسیې دواړو په وروستيو کې په سعودي عرب کې د امریکا په مینځګړیتوب په خبرو کې ګډون وکړ، چې پایله یې یو محدود اوربند وو، خو تر دې زیات پرمختګ و نه شو او جګړې دوام وکړ.
د اپرېل پر ۱۶مه د اوکراین پر دوو سیمو د روسیې په حملو کې درې تنه ووژل او ۳۳ کسان ژوبل شول. د اپرېل پر ۱۷مه د روسیې د دفاع وزارت وویل چې هوايي دفاعي نظام یې د اپرېل پر ۱۶مه شپې مهال د هېواد د شپږو سیمو په فضا کې ۷۱ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
داراز، په وروستيو کې د روسیې یو برید د اوکراین په شمال ختیځ وړوکي ښار سومي کې ۳۵ کسان ووژل، چې ټرمپ هغه حمله "یوه تېروتنه" وبلله.