په چارسده کې وسلوالو ۱ پولیس وژلی دی

په پېښور کې یو امبولانس په برید کې ژوبل سړی روغتون ته لېږدوي، ورسره نېږدې یو پولیس پهره کوي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې په وسلوال برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

د چارسدې د پولیسو ویاند صفي الله مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو پر غني خان سړک پر پولیس سرتېري ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

دی وايي، له سرتېري سره یو بل کس هم ناست وو چې په ډزو کې ژوبل شوی دی.

د پولیسو وویل تر اوسه معلومه نه ده چې دا د ترهګرۍ پېښه وه که نه پر پولیس د شخصي دښمنۍ له وجې برید شوی دی.

د برید ذمه واري هم لا چا نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې د امنیت وضع خورا خرابه شوې او وسلوالې ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.