د خيبر پښتونخوا د لکي مروتو پولیسو ويلي دي چې حکومت د هغوی غوښتنې منلې دي نو ځکه یې خپل احتجاج پای ته رسولی دی.
پولیسو د اپرېل پر ۲۹مه د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج او لاریون پیل کړی وو چې دوه ورځې یې دوام وکړ او د اپرېل پر ۳۰مه ناوخته يې پای ته ورساوه.
هغوی غوښتنه کوله چې پولیسو ته دې وسایل ورکړل شي، د امنیت د ټینګولو په لاره کې دې د هغوی "د قربانیو قدرداني" وشي. هغوی همداراز د خپل یو پولیس سرتېري د بحالۍ غوښتنه هم کوله چې له دندې لېرې کړل شوی وو.
د لکي مروتو د پولیسو د امن کمېټۍ مشر خالد مروت د اپرېل پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، هغوی د اوس لپاره احتجاج ختموي خو که حکومت له خپلو کړيو ژمنو په شا شو، نو هغوی به بیا هم د خپلو "جایزو حقونو" لپاره راووځي.
د احتجاج یو بل ګډونوال او د پولیسو سرتېري شېرخېل وویل، له حکومت یې دا غوښتنه هم کړې ده چې د هغو پولیس سرتېرو کورونه دې جوړ کړي چې وسلوالو ړنګ کړي دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
فيصل کريم کنډي: د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې تر مازيګر وروسته د وسلوالو واک وي
د لکي مروتو د پولیسو د تحقیقاتي څانګې مشر مراد خان د اپرېل پر ۳۰مه خبریالانو ته وویل: "د احتجاج کوونکو پولیسو غوښتنې یې واورېدې، د هغوی جایزې غوښتنې ومنل شوې او هغوی ته د لا زیاتو وسایلو د ورکولو لپاره افسران لاس په کار دي او له هغو ټولو پولیس سرتېرو سره به مرسته کېږي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې اغېزمن شوي دي."
په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څو کلونو راهیسې امنيت خراب شوی او وسلوالې ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.