د خیبر پښتونخوا په کوز کوهستان کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د يوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.
د کوز کوهستان د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند مشال راډيو ته وويل چې د مې پر لومړۍ نېټه يو ګاډی له راولپېنډۍ څخه ګلګت ته روان وو، چې په مټه بانډه سيمه کې ژورې کندې ته پرېوت.
نوموړي زياته کړه، پېښه د زيات رفتار (سرعت) له امله رامينځ ته شوه چې په نتيجه کې يې د يوې کورنۍ يو سړی، درې ښځې، دوه نجونې او دوه ماشومان ووژل شول.
د هغه په خبره، تر پېښې وروسته د ژغورنې ادارې کارکوونکو مړي له کندې راوایستل او روغتون ته يې ورسول.
تر دې وړاندې، د اپرېل پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په کرک کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او نهه ژوبل شوي ول.
تر هغه څو ورځې وړاندې، د اپرېل پر پينځمه بيا د خیبر پښتونخوا په شانګله کې په يوه ټرافيکي پېښه کې څلور کسان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.
د مارچ پر ۲۷مه هم په شانګله په يوه ټرافيکي پېښه کې پينځه کسان وژل شوي او درې ژوبل شوي ول.
په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.
د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.
د همدې له کبله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.
د جنورۍ پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په کرک کې د ګاډو ټکر په پېښه کې اته تنه ووژل او ۱۳ ژوبل شول.
تر دې مخکې د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر په پای کې په سیند او پنجاب کې په دوه جلا جلا پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي ول.