حکومت د کورمې له مشرانو د امنیت په ټینګولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده

د مې پر لومړۍ نېټه په پاړه چینار کې د جرګې ګډونوال ناست دي.

د خیبر پښتونخوا انتظامي مشر (چيف سېکرټري) شهاب علي شاه د کورمې له مشرانو غوښتي چې "خپلمنځي" اختلافات دې ختم کړي او "ورانکارو" ته دې د سیمې د امنیت خرابولو اجازه نه ورکوي.

نوموړي د مې پر لومړۍ نېټه د کورمې په مرکزي ښار پاړه چینار کې د هغې ضلعې د مشرانو یوې جرګې ته د وینا پر وویل: "حالات په دوو طریقو سمېدای شي. اول که حکومت متحرک وي او د هر هغه کس پر ضد سخت اقدامات وکړي چې له قانونه سرغړونه کوي، او دویمه دا چې د سیمې امن خوښوونکي قامي مشرانو ته واک ورکړل شي چې د خپل اثر و رسوخ په استعمالولو سره د امنیت په ټینګولو کې مرسته وکړي."

شهاب علي شاه په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د کورمې مشران دې د هغو کسانو په مخنیوي کې هم له حکومت سره مرسته وکړي چې پر ټولنیزو شبکو "کرکه" خپروي.

نوموړی په داسې حال کې پاړه چينار ته ولاړ چې د کورمې په بېلابېلو سیمو کې له تېرې څه مودې راهیسې د شیعه او سني ډلو ترمینځ جګړه روانه ده چې پکې دواړو خواوو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.

د مې پر لومړۍ نېټه په پاړه چینار کې جوړې شوې جرګې ته د وینا پر مهال د شیعه ګانو د تنظیم "انجمن حسینیه" مشر حاجي ضامن حسین وویل چې د سیمې د امنیت د ښه کېدو لپاره د هر وړاندیز هرکلی کوي.

همداراز په صده کې د سنیانو د ټولنې یو مشر امجد علي د مې پر دویمه مشال راډیو ته وویل، که حکومت غواړي چې په سیمه کې امنیت ټینګ شي، نو د جنګونو پر مهال دې له اغېزمنو شویو کسانو سره د مرستو کړې ژمنې پوره کړي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.