طالبانو د چين له چارواکو سره په اقتصادي همکاريوو خبرې کړې دي

امیر خان متقي او شياوينګ په کابل کې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاوینګ په کابل کې د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه غږېدلي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت لخوا د مې پر لسمه خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د مې پر يوولسمه شوې دې ملاقات کې د تجارت او سیاسي اړيکو په پراخولو خبرې وشوې. تر اوسه د چين حکومت د هغو خبرو اترو په اړه څه نه دي ويلي خو د طالبانو په خبرپاڼه کې زیاته شوي چې يو شياوينګ ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به اقتصادي تعلق لا زیات کړي.

چين که څه هم په خپل هېواد کې د طالبانو لخوا ورلېږل شوی سفیر منلی خو د هغوی حکومت یې په رسميت نه دی پېژندلی. البته اړیکې یې ورسره ښې کړې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې حکومت ونيو. تر هغه وروسته ګڼ سختدريځي امرونه عملي کړي چې پکې پر ښځو د کار او پر نجونو د تعليم بندیز شامل دی. نړيوالو د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی او غوښتنه ترې کوي چې خپل دريځ نرم کړي. خو طالبانو د نړيوالې ټولنې غوښتنې نه دي منلي.