د پاکستان پوځ ویلي دي چې په وروستيو کې يې د هند پر ضد د عملياتو پر مهال ۱۱ پوځيان وژل شوي او ۷۸ نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۳مه په یو بیان کې ویلي دي د مې د شپږمې او اوومې نېټې په مينځنۍ شپه د هند له خوا پر پاکستان شویو بریدونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۴۰ ولسي کسان هم وژل شوي دي.
بيان زياتوي، په هغو بريدونو کې ۱۲۱ کسان ژوبل شوي دي.
دا تر هغه وروسته ده چې د هند د دفاع وزارت وياند د مې پر اوومه دعوه کړې وه چې پوځ يې په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د "ترهګرو پر اډو بریدونه وکړل، له کوم ځایه چې د هند پر ضد بریدونه پلان او تنظیمېدل". هند پر نهو ځايونو دا پوځي عمليات د "سيندور" په نوم بللي ول.
دا بريدونه د کشمير په مظفر اباد او کوټلي او د پاکستان د پنجاب په مريدکې، سيالکوټ، شکرګړ او د بهاولپور په احمد پور شرقيه کې شوي ول. بهاولپور او مريدکې هغه سيمې ګڼل کېږي چيرته چې تر بنديز لاندې ډلو "جيش محمد" او "لشکر جنګوي" مرکزونه دي.
د هند دفاع وزارت تر بريدونو وروسته په خپره کړې اعلاميه کې ويلي وو: "زموږ اقدامات متمرکز، حساب شوي او د شخړې د پراخېدو په نيت نه دي. د پاکستان هېڅ پوځي مرکز هدف نه دی ګرځول شوی. هند د هدفونو د ټاکلو او د عملیاتو د اجرا په طریقه کې زیات احتیاط کړی دی."
دا هم وګورئ:
ټرمپ: د هند او پاکستان ترمنځ ايټمي جګړه مې د تجارت په ګواښ ودروله کشميريانو د هند او پاکستان ترمينځ د اوربند هرکلی کړی دی پاکستان او هند کې تازه بريدونو څومره تاوانونه اړولي دي؟د پاکستان پوځ د مې ۱۳مې په بيان کې زياته کړې ده چې د هند د "سیندور عملیاتو" په غبرګون کې د دوی ځواکونو د مې پر ۱۰مه د "بُنیان المرصوص" په نامه عملیات وکړل چې پوځيانو ته يې مرګژوبله پر هغه مهال واوښتل.
د پاکستان پوځ دعوه کړې وه چې د هغو عملياتو پرمهال يې د هند يوشمېر پوځي اهداف په نخښه کړي دي، خو هندي چارواکو لا د پاکستان په بريدونو کې خپلو سرتېرو ته اوښتې کره مرګژوبله نه ده په ډاګه کړې، البته دعوه يې کړې وه چې د مې له اوومې راهيسې پاکستان په بريدونو کې شاوخوا ۱۹ "ولسي وګړي" وژل شوي دي، چې زياتره يې د هند تر واک لاندې کشمير کې دي.
بل پلو د هند وزیراعظم نریندرا مودي د مې پر ۱۲مه خبرداری ورکړی چې که د پاکستان له غاړې څه ډول ترهګر برید ورباندې وشو، نو هېواد به يې "مناسب ځواب" ورکړي.
د مودي بیان تر هغه وروسته مخې ته راغلی چې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مينځګړيتوب د مې پر ۱۰مه هند او پاکستان اوربند ته غاړه کښېښوده.
خو نریندرا مودي د ټېلېويژن له لارې هندیانو ته د وینا پر مهال وویل: "په راتلونکو ورځو کې موږ د پاکستان د هر قدم څارنه کوو او دې ته به ګورو چې پاکستان څه ډول رویه خپلوي خو که پر هند ترهګر بريد وشو نو مناسب ځواب به ورته وویل شي."
مودي زیاته کړه چې هند د پاکستان پر ضد خپل پوځي عملیات یوازې "ځنډولي" دي، خو که برید ورباندې وشو نو ځواب به ورته وايي.
پاکستان او هند دواړو د مې پر ۱۱مه تر اوربند وروسته د جنګ د ګټلو بریا اعلان کړه او پوځونه یې پر شا بوتلل.
د دواړو هېوادونو ترمينځ دغه وروستۍ جګړه د ۲۰ کلونو راهیسې تر ټولو سخته بلل شوې چې د هند تر واک لاندې د کشمیر په پهلګام سيمه کې د اپرېل پر ۲۲مه تر خونړي برید وروسته رامينځ ته شوې ده.
هند هغه پېښه یو "ترهګر برید" بللی وو او پر پاکستان یې د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی وو.
اسلام اباد تر پېښې وروسته د ۲۵ هنديو او یو نیپالي سیلاني پر وژنه او د ۱۷ کسانو پر ژوبلېدو "اندېښنه" وښوده، په حمله کې یې د ککړتیا تور رد کړ، له نوي دلي یې د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد وغوښتل او څو ورځې وروسته یې د پېښې د "بې طرفه پلټنو" غوښتنه وکړه.
د کشمیر مقاومت، چې د مقاومت جبهه هم بلل کېږي، په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.