د خیبر پښتونخوا حکومت په ځینو ښوونځيو کې د زدکړو بيړنی حالت عملي کوي

پېښور کې د یوه سرکاري سکول مخې ته زده کوونکي ولاړ دي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا حکومت د هغې صوبې د ځینو ضلعو په ځانګړو ښوونځيو کې د زدکړو د بیړني حالت لګولو پرېکړه کړې ده.

دا ګام د مې پر ۱۲مه د اعلاوزير علي امین ګنډه پور په مشرۍ د لومړنیو او ثانوي تعلیمي ادارو د چارواکو د غونډې پر مهال پورته کړل شو.

په پېښور کې د اعلاوزير له دفتره مشال راډیو ته په استول شوي برېښنالیک کې ویل شوي دي چې په هغو ښوونځيو کې به د زدکړو بيړنی حالت عملي کېږي کې به دا پرېکړه عملي کېږي چې د زده کوونکو شمېر یې کم وي، خو په هغه سیمه کې د هغو ماشومانو شمېر زیات وي چې د بېلابېلو وجوهاتو له امله ښوونځي ته له تګ څخه پاتې وي.

بيان زياتوي چې د راروان کال په مالي بودیجه کې به په دې اړه پیسې هم ځانګړې کېږي او په ښوونځیو کې به د نجونو داخلې ته زیاته او ځانګړې پاملرنه کېږي.

د بېلابېلو نړیوالو ادارو د معلوماتو له مخې په پاکستان کې شاوخوا ۲۲ مېلیونه ماشومان دا مهال داسې دي، چې عمرونه یې ښوونځي ته د تلو دي، خو هغوی له ښوونځيو څخه بهر دي.

بلخوا په ۲۰۲۴ز کال کې د خیبر پښتونخوا د تعلیم ادارې ویلي ول چې په هغه صوبه کې د شپږو او ۱۶ کلونو په مينځ کې عمر لرونکي شاوخوا ۴۷ لکه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي. د دې ترشا بې وزلي او يوشمېر نور لاملونه ښوول کېږي.

هغې ادارې زياته کړې ده چې د خيبر پښتونخوا په ۶،۶۳۷ سرکاري ښوونځیو کې د برېښنا، پاکو اوبو او نورو اسانتیاوو کمښت دی.