د امریکا حکومت اعلان کړی دی چې په هغه هېواد کې د مېشتو زرګونو افغان پناه غوښتونکو د "لنډمهاله خونديتوب حالت" لغوه کوي.
د امريکا د کورني امنيت وزيرې کریسټي نويم د مې پر ۱۲مه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د افغانانو د "لنډمهاله خونديتوب حالت" به د روانې مې مياشتې پر ۲۰مه پای ته ورسېږي او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې څخه عملي شي.
امریکا کې د لنډمهاله خوندیتوب حق د هغو هېوادونو وګړو ته ورکول کېږي چې د وسلوالو شخړو یا طبيعي پېښو په څېر له داسې شرایطو سره مخامخ وي چې بېرته ورستنېدل يې ژوند په خطر کې اچوي.
په عمومي توګه د "لنډمهاله خوندیتوب حالت" تر ۱۸ میاشتو دوام کوي، خو د کورني امنیت د وزیر (وزيرې) له خوا نوی کېدای شي.
د امريکا د کورني امنیت وزيرې په بيان کې زياته کړې ده چې اوس په افغانستان کې شرايط بدل شوي دي: "په افغانستان کې په امنیتي او اقتصادي وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی، په دې ډول چې د افغانانو بېرته ستنول نور د دوی شخصي امنیت ته د روانو وسلوالو شخړو یا غیر عادي او موقتي شرایطو له امله خطر نه پېښوي."
نوموړې زياته کړه چې په امريکا کې د افغانانو موقتي پاتې کېدل د دغه هېواد "له ملي ګټو سره په ټکر" کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو او يو شمېر نړيوالو بنسټونو په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، بې وزلۍ او بې کارۍ يو شمېر راپورونه خپاره کړي دي.
مخکې ويل شوي ول چې په دې پرېکړې سره به په امريکا کې د شاوخوا ۱۴،۶۰۰ افغانانو د "لنډمهاله خوندیتوب حالت" پای ته ورسېږي، خو د "افغان ایوک" په نوم امریکا ته د کډه شویو افغانانو د ملاتړ ادارې مشر شان وېنډایور پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دی چې په دغې حکومتي پرېکړې سره به له ۱۱،۰۰۰ زيات افغانان په امريکا کې د "لنډمهاله خوندیتوب حالت" له لاسه ورکړي.
نوموړي زياته کړې ده چې د افغانانو لپاره د موقتي خونديتوب حالت د لغوه کولو پرېکړه پر "حقیقت" نه، بلکې پر "سیاسي بنسټ" شوې ده.
وېنډايور زياته کړې ده: "افغانستان لا هم د طالبانو تر واک لاندې دی او هلته د پناه غوښتنې هېڅ کوم فعال نظام نه شته، او دا چې په هغه هېواد کې لا هم هدفي وژنې، خپلسري نیونې، او پراخې بشري سرغړونې، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو پر وړاندې، روانې دي."
د نوموړي په وينا، د امریکا حکومت چې د افغانانو په اړه کومه پرېکړه کړې ده، هغه "له هغو کسانو سره خیانت دی"، چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند له "خطر" سره مخامخ کړ، په امریکا کې یې نوی ژوند پیل کړ، او "زموږ پر ژمنو یې باور کړی وو."
"افغان ایوک" د مې پر ۱۲مه په يوه بيان کې ويلي دي چې دوی به د دې پرېکړې خلاف "په عدالتونو، کانګرس او ولسي ځايونو کې مبارزه کوي."
بيان زياته کړې ده چې امريکا "د کډوالو د تګلارې" په نوم خپل "ايتلافيان نه شي پرېښوولای."
ډانلډ ټرمپ چې کله د روان کال په جنورۍ مياشت کې د دويم ځل لپاره د امريکا ولسمشر شو، نو ژمنه يې وکړه چې "غیر قانوني" کډوال به باسي.
هغه د پخواني ولسمشر جو بایډن د کډوالۍ پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې ول چې د بایډن ادارې له "غیر قانوني" اقداماتو څخه کار اخیستی چې مهاجرینو ته اجازه ورکړي چې په قانوني توګه په امريکا کې پاتې شي.
ټرمپ له ۲۰۱۷ز کال څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال هم د کډوالو د "لنډمهاله خونديتوب حالت" د لغوه کولو هڅه کړې وه خو فېډرالي عدالتونو يې مخالفت کړی وو.
د ټرمپ ادارې د روان کال په مارچ مياشت کې ويلي ول چې د کیوبا، هېټي، نیکاراګووا او وېنېزوېلا له ۵۰۰،۰۰۰ د زیاتو کډوالو "لنډمهاله قانوني حالت" به هم لغوه کړي.
دا هم وګورئ:
امريکا ته په تمه، پاکستان مېشته افغان کډوال پرېشانه ديامریکايي او پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو په اړه خبرې کوي پاکستان مېشته افغان کډوال له امریکا د پناه غوښتنې کیسونو د زر حلولو غوښتنه کويهېوادونه دې افغان کډوالو ته پولې پرانیزي: ګرانډيد امریکا مخکینۍ ادارې د ۱۴،۶۰۰ افغانانو لپاره، چې د ۲۰۲۲ز او ۲۰۲۳ز کلونو ترمينځ امریکا ته داخل شوي ول، د لنډمهاله خوندیتوب اجازه لیکونه د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۲۱مې څخه د ۲۰۲۵ز کال د مې تر ۲۰مې پورې د ۱۸ میاشتو لپاره غځولې ول.
د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د امریکا حکومت له ۸۲،۰۰۰ زيات افغانان له افغانستان بهر انتقال کړل.
په امريکا کې مېشتو ځينو افغانانو مشال راډیو ته ويلي دي چې د ټرمپ ادارې اوسنۍ پرېکړې "سخت اندېښمن" کړي دي.
هغوی زياته کړې ده چې که افغانستان ته واستول شي نو ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي.
په امريکا کې يو افغان کډوال د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل: "موږ د سر د خوندیتوب لپاره امریکا ته راغلو. اوس چې دا پروګرام دوی پای ته رسوي، دا به ډېرې ستونزې راپيدا کړي. که موږ وطن ته استول کېږو، هلته مو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخامخېږي، ځکه موږ په تېر نظام کې کار کړی دی او د طالبانو اوسنی نظام لا هم انتقامي چلند کوي."