په باجوړ کې د قامي اسمبلۍ د غړي مبارک زېب پر کور بمي برید شوی دی

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې له باجوړه منتخب استازی مبارک زېب د اسمبلۍ غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې له باجوړه منتخب استازي مبارک زېب پر کور بمي بريد شوی دی.

نوموړي د مې پر ۱۴مه سهار وختي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي دي چې د هغه د کور مرکزي دروازه په بم سره الوځول شوې ده.

نوموړي وړاندې لیکلي دي چې دا ډول "ډارن بریدونه" د هغه حوصله نه شي ماتولی. هغه زياته کړې ده چې د خپل "شهید ورور" تګلاره به پر مخ وړي.

د مبارک زېب ورور ريحان زېب د ۲۰۲۴ز کال په انتخاباتو کې د پاکستان قامي اسمبلۍ ته ازاد نوماند وو چې د همهغه کال د جنورۍ پر ۳۱مه ناپېژندليو وسلوالو په ډزو وواژه.

تر اوسه چا د مبارک زېب پر کور د بمي برید مسوولیت نه دی منلی، خو د باجوړ پولیسو د مې پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د هغه پر کور يې د شوي برید پلټنې پیل کړې دي.

بلخوا د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق په باجوړ کې د مبارک زېب پر کور د بمي برید غندنه کړې ده.

د مې پر ۱۴مه د قامي اسمبلۍ پر فېسبوک پاڼه لیکل شوي دي چې سپيکر پولیسو ته سپارښتنه کړې ده چې د پېښې تر شا ککړ کسان دې ژر تر ژره ګرفتار کړي.

د باجوړ په ګډون، په وروستیو کې په شمالي وزیرستان، بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.