پر غزې د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۱۴۶ کسان وژل شوي دي

د مې پر ۱۷مه په غزې تړانګه کې یوه فلسطینۍ مېرمن په شلېدلې کېږدۍ کې ناسته ده.

په فلسطین کې د غزې د روغتيا اداره وايي پر غزې د اسراييلو په تازه بريدونو کې لږ تر لږه ۱۴۶ کسان وژل شوي او ۴۵۹ نور ژوبل شوي دي.

رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانسونو د غزې د روغتيا ادارې د چارواکو له خولې لیکلي دي چې د مې له ۱۵مې نېټې راهیسې پر غزې د اسراییلو بریدونه زیات شوي دي.

بل پلو اسراییلو د مې پر ۱۷مه د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د فلسطیني محاصرې په سیمو کې یې د عملیاتي کنټرول ترلاسه کولو لپاره ځواکونو په غزې تړانګه کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

تر دې وړاندې د مې پر ۱۵مه هم پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې د لږ تر لږه ۶۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی وو. رويټرز خبري اژانس د غزې د روغتيا ادارې له خولې لیکلي ول چې په وژل شویو کې د حسن سمور په نوم یو خبریال هم شامل دی. په هغه برید کې د یاد خبریال د کورنۍ ۱۰ نور غړي هم وژل شوي ول. حسن سمور د حماس لخوا اداره کېدونکې اقصا راډيو سره کار کاوه.

پر غزې د اسراییلو تازه بریدونه داسې مهال شوي دي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اسراییلو او حماس ترمینځ د نوي اوربند پر لورې د کوم څرګند پرمختګ پرته منځني ختیځ ته خپل سفر د مې پر ۱۶مه پای ته ورساوه.

امريکا او اروپايي ټولنې حماس يوه ترهګره ډله ګرځولې ده.