د کورمې خلک وايي د ټل - پاړه چينار لارې بندیدو له وجې رشوتونو او اضافي پيسو ورکولو ته مجبوره دي

امنيتي سرتېري پاړه چينار ته پر تللي سړک ولاړ دي - انځور له ارشيفه

د کورمې قومي مشرانو، سوداګرو او پر لويو لارو سفر کوونکي وايي د ټل - پاړه چينار سړک بنديدلو فیصله د اضافي پيسو او رشوتونو اخیستلو سبب شوې ده.

د شاخ دولت خېلو لایق حسین د مې په ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې هره ورځ پر یاده لاره د سیمې خلک له پاړه چیناره، هنګو او بیا پېښور ته په ۱۵ مخصوص فلاینګ کوچ ګاډو کې پر یوه خاصه طریقه بيول کیږي. هغه ادعا وکړه چې "په هغو ګاډو کې له تلونکي هر يو کس څخه، ۴۶۰۰ روپۍ اخیستل کېږي". د هغه په وينا له پاړه چینار تر پېښوره پورې د یو تن کرایه حکومت ۱۳۰۰ روپۍ مقرره کړې خو دوی په اضافي پيسو ورکولو مجبور دي.

دا هم وګورئ: په کورمه کې چارواکو له سنیانو او شیعه ګانو د وسلو ټولول پیل کړي دي

په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ جنګونو او پر مسافرو د وسله وال بریدونو له کبله نه یوازې د ټل - پاړه چینار سړک بلکې ټولې د تګ راتګ لارې له اتو میاشتو تړلې پرتې دي. حکومت د سیمې د خلکو د تګ راتګ ستونزې حلولو لپاره په ځانګړې ډول په غوره کړو ګاډو کې د بوتللو تر څنګ، هلته په اونۍ کې يو ځل د خوراکي توکو، تیلو، دوایانو او د ژوند ضرورت څیزونو کمي پوره کولو د نورو شيانو د رسولو قافله هم بیايي.

په پاړه چینار کې د تاجرانو اتحاديې مشر حاجي امداد علي د مې پر ۱۸مه، مشال راډيو ته وويل چې په قافله کې ۱۵۰ ګاډي وي چې لېسټ یې له امنيتي ادارو سره شريک شوی خو بیا هم ترې په مامو خوړ او يا تور پل کې د مخکې پرېښودو دوه زره روپۍ رشوت اخلي.

علي دا ادعا هم وکړه چې کوم ګاډي په تیار شوي لېسټ کې نه وي نو له هغه څخه په هنګو او یا ټل کې له پنځوس زرو روپيو تر دوو لاکو روپيوو پورې رشوت اخيستل کېږي. هغه زیاتوي چې داسې لسګونه ګاډي پاړه چينار بازار ته بیول کېږي چې په لومړي لېسټ کې نه وو. هغه زیاته کړه چې حکومت دې لارې خلاصې او د ناجايزه پیسو اخیستو لړۍ ودروي.

د کورمې انتظاميې یو لوړ پوړي چارواکي چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم خپور شي، مشال راډيو ته وويل چې ورته معلومه ده چې له مقررو نرخو زیاتې پيسې اخیستل کېږي. خو هغه زیاته کړه چې د رشوتونو اخیستو په اړه به پلټنې کوي. د هغه چارواکي په وينا په بشپړ ډول د لارو خلاصولو لپاره کار روان دی.

د ۲۰۲۴ په نومبر کې د شيعه او سني ډلو ترمنځ تر نښتو څو مياشتې وروسته که څه هم د اوربند معاهده وشوه خو لارې لا هم په بشپړ ډول نه دي پرانیستل شوې. حکومت وايي چې امنيتي ادارو په بېلابېلو ځايونو کې عمليات پيل کړي او د بشپړ امن وروسته به لارې خلاصې شي.