هند له پاکستانه له شړل شويو افغان کډوالو سره مرسته کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کابل کې پر ځينو هغو افغان کډوالو د هند مرستې وويشل شوې چې پاکستان له خپلې خاورې شړلي دي. په هغو مرستو کې غوړي، لوبیا، وريژې، مالګه، بوره او نور خوراکي توکي شامل ول. اړمنو خلکو د هند له حکومته مننه کړې چې په دې سختو ورځو کې یې مرسته ورسره وکړه. طالبان وايي ۵۸ ښارګوټي يې ورستنېدونکو افغان کډوالو ته ځانګړې کړي دي، خو خلکو د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې دې تازه ورغليو ځوانانو ته کار و روزګار برابر کړي. د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو جوړ راپور.