د خيبر پښتونخوا حکومت د ايبټ اباد الايي تحصيل ته د ضلعې درجې ورکولو پرېکړه کړې ده

د ايبټ اباد ضلعې نقشه، چې الايي يې يو تحصيل دی.

د خيبر پښتونخوا حکومت د هغې صوبې د ايبټ اباد ضلعې الايي تحصيل ته د ضلعې درجې درکولو پرېکړه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزير علي امين ګنډه پور له دفتره د مې پر ۲۳مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې اعلاوزير دا پرېکړه د هزارې ډوېژن له منتخب شويو غړيو سره تر غونډې وروسته کړې ده.

په بيان کې زياته شوې ده، ګنډه پور وويل چې د راتلونکي مالي کال په بوديجه کې به الايي ته د ضلعې درجې ورکولو لپاره پانګې هم ځانګړې کوي.

که چيرې الايي ضلع جوړه کړل شي، نو په خيبر پښتونخوا کې به د ضلعو شمېر ۳۹ ته لوړ شي.

بلخوا په خیبر پښتونخوا کې اووه ډوېژنه دي. په دې کې يې تر ټولو لوی ملاکنډ ډوېژن او تر ټولو وړوکی مردان ډوېژن دی.