د بریتانیه د کورنیو چارو وزارت د کډوالو په اړه په خپل تازه راپور کې ويلي چې دا کال تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي پاکستانيان او ورپسې افغانان دي.
د مې پر ۲۴مه خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کالونو شمېرې ښيي چې د روان کال د مارچ تر میاشتې پورې په یوه کال کې یوولس زره اته څلویښت (۱۱۰۴۸)پاکستاني کډوالو په برتانيه کې د پناه غوښتنه کړې ده.
د راپور ترمخه، تر پاکستانیانو وروسته د افغانانو شمیر زیات دی چې په دغه هیواد کې یې د یوه کال په ترڅ کې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه سپارلې دي. د دغو افغانانو شمیر اته زره نهه شپېته (۸۰۶۸) دی. د پاکستانيانو د غوښتنليکونو د زياتوالي وجې نه دي ښودل شوي خو په دې وروستيوو کې په پاکستان کې ناامني زیاته او اقتصادي حالت خراب شوی دی.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې، له کله چې طالبانو حکومت نیولی، د کډه کېدونکو افغانانو شمېر زیات شوی دی. دوی د ځانونو خوندي کولو لپاره په غربي هېوادونو کې پناه اخیستو لپاره ځي.
په ټوله کې، د برتانيه چارواکو ويلي چې په تېرو دولسو مياشتو کې، يو لاک او نهه زره کډوالو په هغه هېواد کې د پناه لپاره غوښتنليکونه جمع کړي دي. په دوی کې تر پاکستان او افغانستان وروسته، ډېر شمېر د سوريه، اوکراين او افريقايي هېوادونه وګړي دي.