پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال ټاکل شوی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه - انځور له ارشیفه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو د کمېټې د مشرۍ سربېره د دوو نورو کمېټو شریکي مسوولیت هم اخیستی.

محمد اسحق دار دا خبره د جون پر شپږمه په یوه بیان کې پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.

د پاکستان د مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په خبره هېواد یې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیالي او د مستندسازۍ او بندیزونو د ګډو نارسمي ګروپونو شریک مشرۍ ته رسېدلی.

پاکستان په داسې وخت کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ترهګرۍ ضد کمېټې مرستیال په توګه ټاکل شوی چې دا هېواد پخپله د ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د ترهګرو ضد یې د عملیاتو په ګډون نور اقدامات هم کړي دي او د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي لپاره یې په تېرو دوو کلونو کې قوانین هم جوړ کړي او عملي کړي دي.