په داسې حال کې چې په سعودي عرب او نږدې ټولو اسلامي هېوادونو کې نن د اختر دویمه ورځ ده، په پاکستان او افغانستان کې حکومتونو نن د جون پر اوومه اختر اعلان کړی دی.
په پاکستان کې عموما حکومت د سپوږمۍ لیدلو کمېټۍ (رویت هلال کمېټۍ) له پرېکړې سره سم له سعودي عربه یوه ورځ وروسته اخترونه اعلانوي. خو په افغانستان کې به په تیرو کلونو کې حکومتونو تقریبا هر وخت اختر له سعودي عربستان سره په یوه ورځ کاوه، خو سږکال طالبانو له سعودي عربستان څخه یوه ورځ وروسته اختر وکړ.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر په جلا جلا پیغامونو کې خلکو ته مبارکي ویلې ده.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف دا مهال په سعودي عرب کې دی او پرون یې په مکه مکرمه کې د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان عبدالعزیز سره کتلي دي. د پاکستان سرکاري راډیو لیکي چې دواړو مشرانو د پاکستان او سعودي ترمینځ د اړیکو په لا پیاوړي کولو خبرې کړې دي.
اختر په کابل کې
د اختر په لومړۍ ورځ په افغانستان او پاکستان کې اکثر خلک قرباني کوي، روغتیا پالانو خلکو ته لارښوونه کړې ده چې د ذبح پرمهال دستکش په لاسونو کړي او ماسکونه وتړي، ځکه چې د کانګو ناروغۍ پیښې زیاتې شوې دي.
په کابل کې د انتاني روغتون مسوولینو تیره اونۍ خبرداری ورکړ چې سږکال د کانګو تبې مثبتې پيښې د پروسږکال په پرتله په افغانستان کې له ۱۰ تر ۱۵ فیصدو ډیرې شوې دي.
په حیدراباد سېند کې د څاروو منډیۍ
هغه څاروي چې د کانګو کنه په خپل پوست کې لري د هغه حیوان د حلالیدو پرمهال که د هغه له وینې سره د چا لاس تماس پیدا کړي، ممکن د کانګو په ناروغۍ اخته شي.
که د دې ناروغۍ درملنه په وخت ونه شي، وژونکې ده.
د افغانستان او پښتونخوا یو شمېر پښتانه هنرمندان په اختر کې ځانګړي کنسرتونه لري او ځینو یې د اختر په مناسبت ځانګړې سندرې هم د یوټیوب او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې خپرې کړې دي.