د ناټو مشر وايي دوی په دفاعي چارو کې ۴۰۰ فیصده زیاتوالي ته اړتیا لري

د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي، "روسیه له پاسه ترهګري کوي، نوږ به خپلې فضاوې خوندي کوو."

د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي چې یاد اتحاد دې ته اړتیا لري چې په هوايي او دفاعي وړتیا کې ۴۰۰ فیصده زیاتوالی راولي.

رویټرز اژانس د مارک روټه له خوا د جون پر نهمه په لندن کې د یوې وینا له متن څخه لیکلي چې دا به د جون میاشتې په پای کې د کېدونکې سرمشریزې لپاره د ناټو د غړو هیوادو له لومړیتوبونو څخه یو وي.

نوموړی د ناټو غړي هیوادونه دې ته هڅوي چې پر دفاعي چارو لګښتونه زیات کړي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ناټو له غړو هیوادونو غواړي چې د خپل خاص امدن پنځه فیصده پر دفاعي چارو ولګوي.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د ۲۰۲۵م د مارچ پر پینځمه پر ملي ټېلېوېژن په وینا کې ویلي وو چې "اروپا ته د روسیې له ګواښه سترګې پټول به "لېونتوب" وي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره میاشت ویلي وو چې دی داسې ګڼی چې د ناټو غړي هیوادونه به د جون پر ۲۴مه او ۲۵مه نېټه کېدونکې سرمشریزه کې پر دې هدف سره سلا شي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

روسيې پر خارکییف د ډرون او توغندو بریدونه کړي

د ناټو سرمنشي مارک روټه د لندن غونډې ته په وینا کې ویلي، " موږ ګورو چې روسیه له پاسه ترهګري کوي، نوږ به خپلې فضاوې خوندي کوو."

د نوموړي د وینا متن زیاتوي چې ناټو د خپلې دفاع پلان په پوره توګه عملي کولو لپاره نورو ځواکونو او وړتیاوو ته ضرورت لري.

د مارک روټه په وینا، حقیقت دا دی چې که په اوکراین کې جګړه پای ته ورسېږي هم نو مطلب یې دا نه دی چې ګواکې خطر له منځه تللی دی.

د نوموړي اشاره روسیې ته ده کوم چې پر اوکراین خپل یرغل ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې او اوکراین په دې وروستیو کې پر یو بل بریدونو ته زور ورکړی دی. په دې کې زیاتره وخت له بې پیلوټه الوتکو کار اخیستل کېږي.

دا هم وګورئ:

ټرمپ وايي پوتين "له اور سره لوبې" کوي

اوکراینيو چارواکو د جون پر شپږمه وویل چېپر پلازمېنه کییف او ورڅېرمه نورو ښارونو کې د روسيې په ډرون بریدونو او کروز میزایلو لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او نږدې ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

اوکراین هوايي ځواک د جون پر اوومه خبر ورکړ چې تېره شپه روسیې په خارکییف له ۲۱۵ زیات د ډرون او توغندیو بریدونه کړي چې ۱۷۴ یې شنډ کړل شوي خو بیا هم لږ تر لږه درې کسان یې له وجې وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.

د روسیې چارواکو بیا د جون پر اتمه وویل چې د اوکراین د بې‌ پیلوټه الوتکو د برید له کبله دوی دې ته اړ شوي چې پلازمېنې مسکو ته نږدې دوه مهم هوایي ډګرونه وتړي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل کړی وو. اوکراین له هغه راهیسې د امریکا او اروپايي ټولنې په مرسته خپلې دفاع ته دوام ورکړی دی.