پولیسو په لکي مروت کې د درې وسلوالو وژلو ادعا کړې

په لکي مروت کې پولیس د ګشت پر مهال. (انځور: ارشیف)

د خيبرپښتونخوا په لکي مروت کې چارواکي وايي له وسله والو سره د پوليسو او امن لښکرو په نښته کې درې وسله وال وژل شوي دي.

د لکي مروت پوليسو وياند شاهد خان مشال رېډيو ته ويلي دي چې د جون پر نهمه د لکي مروت په کشمير کوټ سيمه کې ولسي امن لښکرو او پوليسو په ګډه د وسله والو ضد عمليات وکړل.

نوموړی وايي د دواړو خواو ترمنځ په نښته کې يو وسله وال ووژل شو او دوه نور په يو کور ورننوتل چې د ده په خبره وروسته هغه هم ووژل شول.

لا هم کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي خو د خيبرپښتونخوا د يوشمېر سيمو خلکو په وار وار په سيمه کې د ناامنۍ ضد مظاهرې کړي او د حکومت لخوا يې د ولسي امن لښکرو جوړولو وړنديز هم رد کړی دی. د دوی په وینا، امنيت پرځای کول د رياست زمه واري ده.

خو د دې هرڅه باوجود په دې وروستيو کې په لکي مروت کې امن لښکرې يا کمېتې جوړې شوي دي چې له وسله والو سره يې څو وارې نښتې هم شوې دي.