قزاقستان د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی

قزاقستان له تېرو نژدې څلورو کلونو راهیسې له طالبانو سره نژدې اړیکې ساتلي دي.

قزاقستان خپل یو ډيپلومات یرکین توکوموف د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه ګمارلی دی.

د قزاقستان رسنیو د جون پر ۱۶مه لیکلي چې دغه ګمارنه د ولسمشر قاسم جومارت توقایف له خوا شوې ده.

د قزاقستان ولسمشرۍ ماڼۍ توکوموف یو تجربه کار ډيپلومات یاد کړی چې د ولسمشر تر څارنې لاندې یې د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په دفتر کې کار کړی دی.

قزاقستان له تېرو نژدې څلورو کلونو راهیسې له طالبانو سره نژدې اړیکې ساتلي دي. دې هېواد د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه هم لرې کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ یوه هیواد لا هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. هغوی د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه په زور پر افغانستان واکمن شوي وو.