د زیارت چېرۍ ولې د بلوچستان تر ټولو ښې ګڼل کېږي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه زیارت یا غوڅکۍ کې داسې چېرۍ کېږي چې په صوبه کې یې ساری نه لیدل کېږي. دا د یادې سیمې د خلګو د معاش وسیله هم ده . سږ کال یې د باران نیشتوالي له کبله فصل لږ شوی نو ځکه یې بیې هم لوړې دي. د زیارت د کرنې ادارې د شمېرو تر مخکه یاده سیمه شپږویشت زره اته سوه لس جریبه د کرنې مځکه لري چې شاوخوا پر یو زر څلور سوه څلوېښت جریبه یې د چېریو باغونه دي. د مشال راډیو خبریال صمد شبنم په دې اړه رپورټ برابر کړی دی.