ټرمپ د تهران پر اوسېدونکو غږ کړی چې له ښاره ووځي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جون پر ۱۶مه په ناکاډا کې د خبرو پر مهال.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د پلازمېنې تهران پر اوسېدونکو غږ کړی چې په سم دستي توګه له دې ښاره ووځي.

نوموړي دا خبره د جون پر ۱۶مه پر داسې مهال پر ټروت ټولنیزه رسنۍ لیکلې چې د اسراییل او ایران ترمنځ د جون پر ۱۳مه د پیل شوې جګړې څلورمه ورځ وه.

ولسمشر ټرمپ لیکلي، "ایران باید تړون لاسلیک کړی وای، ما ورته وویل چې لاسلیک یې کړي، د دومره انساني ژوند له منځه ته څومره د شرم خبره ده."

ډونلډ ټرمپ د ایران له خوا د ایټمي وسلو جوړولو مبینه هلو ځلو ته په اشاره لیکلي، "څرګنده خبره ده، ما په وار وار ویلي چې ایران ایټمي وسلې نشي لرلای."

امریکايي ولسمشر که څه هم تر دې وړاندې ویلي وو چې دوی د اسراییل او ایران ترمنځ په روانه جګړه کې ښکېل نه دي خو د جون پر ۱۶مه په خپاره کړي دې بیان کې یې د ایرانۍ پلازمېنې تهران پر اوسېدونکو نېغ په نېغه غږ کړی چې ټول باید په سمدستي توګه له دې ښاره ووځي.

تر دې وړاندې د اسراییل پوځ د تهران یوې برخې پر ولس غږ کړی وو چې خپل کورونه پرېږدي او له ښاره ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل پر ایران بریدونو ته زور ورکړی دی. اسراییل وايي د دې بریدونو هدف د ایران د ایټمي ځایونو له منځه وړل دي.

ایران دریځ لري چې اسراییل ورباندې دا روان برید د امریکا په سلا کړی دی خو امریکا وايي دوی پکې لا تر اوسه ښکېل نه دي.

د سپېنې ماڼۍ ویاند الیکس فیفر د جون پر ۱۶مه ناوخته پر ایکس پاڼه ویلکل چې په منځني ختیځ کې د امریکا ځواکونه لا هم په دفاعي حالت کې دي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جون پر ۱۶مه په کاناډا کې د جي ۷ په نامه د نړۍ د اوو هیوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره ورغلی وو.

په دې هیوادونو کې شریک برتانیا، کاناډا، فرانس، جرمني، اټالیا او جاپان له امریکا سره په شریکه لاسلیک کړې اعلامیه کې ویلي چې ایران به کله هم ایټمي وسلې ونه لرلای شي او د دوی په وینا د ځان دفاع د اسراییل حق دی.

ټاکل شوې چې دا سرمشریزه د جون پر ۱۷مه پای ته ورسېږي خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وار له مخه واشنګټن ته ستون شوی دی.

پر ایران د اسراییل د روان برید له پیله داسې پوښتنې راپورته کېږي چې ایا امریکا به په دې جګړه کې ښکېله شي او که نه؟

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جون پر ۱۶مه د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، زه نه غواړم چې په دې اړه خبرې وکړم.

خو د یادونې وړ ده چې نوموړي د وار له مخه ویلي، امریکا په دې جګړه کې ښکېله نه ده خو امکان یې شته.