د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر له نړیوالو غوښتي چې د غزې جګړه ودروي

غزه، ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک د نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې ده چې په بیړني ډول په غزه کې ګامونه پورته کړي.

تورک د جون پر ۱۶مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۹ مه غونډه کې وویل " په حکومت کې هر یو کس باید راجګ شي او د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید پر اسراییل او حماس له خپل فشاره کار واخلي".

هغه د جګړې د دوام له کبله پر اسراییل نیوکه وکړه.

تورک ویلي، دوامداره سوله هغه وخت امکان لري چې د دوه ریاستونو د رامنځ ته کولو پر حل لاره کار وشي او غزه د راتلونکي فلسطیني ریاست یوه برخه شي.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه له هغه وروسته پیل شوه چې حماس پر اسراییلو په بې ساري برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

د فلسطیني‌ چارواکي وايي چې له هم هغه وخته راهیسې د اسراییلو په غچ اخیستونکو بریدونو کې څه باندې ۵۴ زره فلسطینان وژل شوي او د غزې زیاتره برخې ویجاړې شوې دي.