په خوست کې د دوو کورنیو ترمینځ زړه دښمني په دوستۍ بدله شوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جون په ۱۶مه د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ ۲۰ کلنه دښمني چې درې کسان په کې وژل شوي ول، په دوستۍ بدله شوه. د مخکینۍ دښمنۍ ښکېلو خواوو په روغه جوړه خوښي څرګنده کړه او ويې ویل چې غواړي خپلو اولادونه ښوونځيو ته ولیږي او ازاد کار او کسب پیل کړي. بل لوري ته ځايي مسوولین وايي چې په خوست کې دوی سره د لویو او وړو دښمنیو ۹۰۰ قضیې ثبت دي چې ۳۲۳ هغه يې یوازې د تڼیو په ولسوالۍ کې دي. نور حال د مشال راډیو په دې ویډیويي راپور کې: