په باجوړ کې وسلوالو یو پوليس سرتيری وژلی دی

د خيبر پښتونخوا باجوړ انځور:

چارواکي وايي د باجوړ په واړه ماموندو سيمه کې نامعلومه وسلوالو يو پوليس سرتيری وژلی دی.

د باجوړ د پوليسو وياند محمد اسرار مشال راډيو ته ويلي چې دا پېښه د جون په ۲۴مه نېټه سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.

د پوليسو په وينا په دې برید کې د باچا په نوم د پولیسو سرتېری اول ژوبل شو چې د درملنې لپاره د باجوړ خار روغتون ته ولېږدول شو خو نوموړي د ژورو زخمونو له وجې ساه ورکړه.


تر اوسه د دې برید ذمه واري چا نه ده منلې.