نن په کوټه کې د پولیسو او سرکاري ملازمینو ترمینځ اخ و ډب وشو.
په کوټه کې د مشال راډیو خبریال وايي، سرکاري ملازمینو نن (د جون پر ۲۴مه) د صوبايي اسمبلۍ مخې ته د احتجاج او پرلت اعلان کړی وو. دغه ملازمین د نوي مالي کال په بودیجه کې د معاشونو د لوړوالي غوښتنه کوي.
سرکاري ملازمینو د کوټې پریس کلب مخې ته مظاهره وکړه خو بیا چې د صوبايي اسمبلۍ لوري ته روان شول نو پولیسو یې مخه ونیوله. پر دې مهال د مظاهره کوونکیو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب وشو. پولیسو اوښلن ګیس استعمال کړ او ځیني مظاهره کوونکي یې ونیول.
د کوټې ښار د پولیسو مشر (اېس اېس پی) نعمان ظفر وايي، تر اوسه ۳۰ مظاهره کوونکي نیول شوي دي.
د پولیسو او مظاهره کوونکیو ترمینځ د ناندرۍ له وجې دوه خبریالان هم برسېرن ژوبل شوي دي.