په پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو مخنیوي پروګرام خبر ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې یو بل ماشوم ګوزڼ وهلی دی.
د پوليو مخنیوي پروګرام ادارې د جون پر ۲۷مه په یو بیان کې ویلي چې دا ماشوم د ټانک په اماخېل یونېن کونسل کې پولیو وهلی دی.
د یادې ادارې په وینا، په دې سره په ۲۰۲۵م کال کې تراوسه په پاکستان کې د پولیو وهلیو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی. په دې کې اووه ماشومان د خیبر پښتونخوا دي.
دا هم وګورئ:
د پاکستان په ګلګت بلتستان کې د پولیو لومړۍ پيښه ثبت شوې دهخیبر پښتونخوا کې ۲ ماشومان ګوزڼ وهلي ديپه خیبر پښتونخوا کې بیا درې د بنو، یو، یو د ټانک، ډېره اسماعیل خان، لکي مروت او تورغر ضلعو دی.
د چارواکو په وینا، د دې تر څنګ په سیند کې څلور خو په پنجاب او ګلګت بلتستان کې بیا یو، یو ماشوم پولیو وهلي دي.
د ادارې په وینا، په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې ټول ۷۴ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي وو.
په هغه کې تر ټولو زيات ۲۷ ناورغان په بلوچستان کې میندل شوي وو. په سيند کې ۲۳، په خيبرپښتونخوا کې ۲۲، او پنجاب او اسلام اباد کې يو يو ماشوم ګوزڼ وهلی وو.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه يوازېني هيوادونه دي چي پکې لا هم د پوليو وایرس موجود دی.
دا هم وګورئ: د خیبر پښتونخوا په بنو کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دیپه دواړو هیوادونو کې په پرلپسې توګه د یادې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره کمپاینونه ترسره کېږي.
په عین وخت کې پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې د پاکستان د روغتیا وزیر سید مصطفا کمال د یادې ناروغۍ د مخنیوي پر چارو د غږېدو لپاره کابل ته لاړ شي. خو دا تر اوسه نده معلومه چې هغه به دا سفر کله کوي.
افغانستان هم لا تر اوسه په دې کې نه دی برلی شوی چې د پولیو وایرس له منځه یوسي. هلته هم تېر کال د پولیو وهلیو شمېر ۲۵ ته رسېدلی وو خو د سږ کال شمېره یې لا نده په ډاګه شوې.