په پېښور کې د ترهګرۍ ضد د پولیسو (سي ټي ډي) چارواکي وايي، د ناقانونه پېژندل شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان دوه وسلوال یې وژلي دي.
د ترهګرۍ ضد پولیس ادعا کوي چې د جون پر ۲۹مه د ارمړو په شمشتو سیمه کې دا دوه وسلوال وژل شوي دي. بیان وايي په دغو دوو وسلوالو کې یو منیر احمد نومېده چې په مختلفو پېښو کې پولیسو ته مطلوب وو او د ځانمرګو بریدونو لپاره روزل شوی وو او دویم تن د هغه سهولت کار وو. پولیس وايي منیر احمد اصلاٌ د افغانستان د ننګرهار ولایت سره تعلق لرلو، تېر کال د افغانستان له خوست ولایت نه پاکستان ته اوړېدلی وو او له هماغه وخته ورپسې د پولیسو لټون روان وو.
د ترهګرۍ ضد پولیسو د معلوماتو له مخې له وژلو شویو وسلوالو یې ځانمرګو بریدونو کې کارېدونکي جاکټونه، وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي. یاده اداره زیاتوي چې د تحریک طالبان پاکستان دغو وسلوالو په پېښور کې د ترهګرۍ پلان درلود چې اوس د دوی په وژلو شنډ کړل شوی دی.
کومې وسلوالې ډلې په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي او نه هم مشال راډیو په خپلواکه توګه د ترهګرۍ ضد د پولیسو د ادعا پخلی کولی شي.