د هوا پېژندنې ادارې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د شړکنده بارانونو وړاندوینه کړې ده.
د خیبر پښتونخوا د موسمي چارو ادارې مشر ډاکتر فهیم د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د میاشتې تر اتمې نېټې پورې د پاکستان په نورو برخو کې هم د ورښتونو امکان دی.
د ده په خبره، د صوبې په ځینو برخو کې د توپان امکان هم شته او زیاتوي چې په ځینو ځایونو کې د باران له وجې په خوړونو او سیندونو کې د سېلاب خطر دی.
د جولای پر دویمه هم د صوبې مرکز پېښور په ګډون په مختلفو برخو کې باران وشو چې ورسره د ګرمۍ شدت کم شو.
په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې مرګژوبله او لوی تاوان واوښت.
په پېښور کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند انور شهزاد مشال راډیو ته وویل چې د جون له ۲۵مې څخه د جولای تر دویمې پورې بېلابېلو پېښو او سېلابونو په خیبر پښتونخوا کې ۲۳ تنه وژلي او ۱۵ ژوبل دي.
دی وايي، په بارانونو او سېلونو کې ۱۱ کورونه بشپړ ړنګ شوي او ۶۵ ته جزوي زیان رسېدلی دی.
شهزاد زیاتوي چې په راتلونکو ورځو کې د ورښتونو له وجې د کمرونو نړېدو او سېلابونو خطر دی نو خلک دې پوره احتیاط وکړي او بې له ضرورته دې د سیندونو غاړو یا غرییزو سیمو ته نه ځي.
تېر کال هم په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې بې وخته بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.
پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.