د جاپان چارواکو تر زلزلې وروسته د هېواد په جنوب کې د یو وړوکي ټاپو اوسېدونکو ته د کورونو پرېښودو سپارښتنه کړې ده.
رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونه وايي، د جولای پر درېیمه په اکوسېکي ټاپو کې پر رېښتر پیمانه د زلزلې شدت ۵.۵ وو.
اژانسونه د چارواکو په حواله وايي چې زلزلې ځاني یا مالي زیان نه دی اړولی خو په تېرو دوو اونیو کې هلته د زلزلو تر ۱،۰۰۰ زیات ټکانونه محسوس شوي دي.
د ښاروالۍ یو چارواکي د جولای پر درېیمه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې پر اوسېدونکو یې ټینګار کړی چې کورونه پرېږدي او "په اکوسېکي ټاپو کې د یو ښوونځي لوبغالي ته دې ورغونډ" شي.
اژانس زیاتوي چې په هغه ټاپو کې ټول ۸۹ تنه اوسي.
په جاپان کې وخت په وخت زلزلې کېږي خو هلته ودانۍ د شدیدو زلزلو پر وړاندې هم مقاومت لري.
البته په ۲۰۱۱ز کال کې د هېواد په ختیځ کې یوې لویې زلزلې او څونامي تر ۱۹،۷۵۰ زیات کسان وژلي ول. پر رېښتر پیمانه د هغې زلزلې زور ۹.۱ وو.