د پوځ او اتمانزو ترمینځ جرګه کامیابه شوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اتمانزیو مشران وايي د جولای پر ۱۱مه دوی په شمالي وزیرستان کې د پوځ له یو مشر مېجر جنرل عادل افتخار وړایچ سره جرګه وکړه چې پکې دوی غوښتنه وکړه چې پوځ دې د اوس لپاره په سیمه کې عملیات نه پیلوي او ورته دې دوه میاشتې وخت ورکړي چې پکې هغوی د شمالي وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې له وسلوالو سره خبرې وکړي او هغوی امن ته راوبولي. مشران وايي پوځ یې غوښتنه ومنله. په میرامشا کې د پوځ یو افسر هم مشال راډیو ته وویل چې د اتمانزیو مشرانو غوښتنې منل شوې دي. د اتمانزیو د جرګې ویاند مفتي کفایت الله مشال راډیو ته وویل، د جرګې له کامیابۍ وروسته شمالي وزیرستان ته د ډیزلو او پیټرولو لېږدېدل بیا پیل شوي، موبایل او انټرنېټ هم زر بحالېږي، نور بندیزونه به هم لرې شي او ترقیاتي چارې به هم پر مخ وېوړل شي. د جون پر ۲۸مه په میرلي کې د پاکستان د پوځ پر ګاډي د ځانمرګي برید نه یوه ورځ وروسته د پاکستان پوځ اتمانزیو قبایلو ته ویلي وو چې خپل دریځ دې معلوم کړي چې له پوځ سره ولاړ دي او که له وسلوالو سره. نور حال د مشال راډیو په دې راپور کې.